افغانستان

اروپايي ټولنه په افغانستان کې د خوړو له نړیوال پروګرام سره ۱۰ میلیونه یورو مرسته کوي

اروپايي ټولنې په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام ته ۱۰ میلیونه یورو (۷۷۸ میلیونه افغانۍ) ځانګړې کړې دي.

د خوړو نړیوال پروګرام په یوه خبرپاڼې کې ویلي چې دا پیسې به د لومړنیو ښوونځیو زده کوونکو ته د خوراکي توکو د مرستې په پروګرام ولګول شي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د خوړو نړيوال پروګرام له دې نوې مرستې سره به د افغانستان په درېيو نورو ولايتونو کې چې د خوراکي توکو د ناخونديتوب کچه په کې لوړه ده، ښوونځيو ته د خوراکي توکو د وېش بهير پراخ کړي.

د خبرپاڼې له مخې، د خوړو نړيوال پروګرام  د هېواد په اتو ولایتونو کې نږدې دوه میلیونه زده کوونکي سره د «غني خوړو» مرسته کوي.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې شارژدافیرې، رافایلا لوډېس وویل، «لوږه د زده کړې پر وړاندې یو خنډ کېدای شي. د اروپايي ټولنې دا اضافي مرسته، د خوړو نړيوال پروګرام  سره د اوږدمهاله همکارۍ په ترڅ کې ډاډ ترلاسه کوي چې په افغانستان کې ډیر ماشومان غني شوي خواړه ترلاسه کوي. دا د دوی لپاره مهمه ده چې انرژي او تمرکز ولري.»

په خبرپاڼه کې راغلي چې د خوړو نړیوال پروګرام  د فراه، غور، جوزجان، ننګرهار، نورستان، پکتیا، اروزګان او زابل په ګډون اتو ولايتونو کې په څه باندې لسو زرو ښوونځیو کې پر زده کوونکو «کلچې او نور خوراکي توکي» وېشلي دي.

په افغانستان کې د خوړو د نړیوال پروګرام مشر شاوې لي وايي: «د خوړو نړیوال پروګرام څه باندې دوه لسیزې وړاندې په ښوونځیو کې د خوراکي توکو د وېش بهیر پیل کړ؛ څو د خوړو خوندیتوب او بهتره تغذیه یقیني کړي. تېر کال یې د دې پروسې له لارې د یو نیم میلیون ښوونځیو د عمر لرونکو ماشومانو ملاتړ وکړ. «اروپایي اتحادیه په دې برخه کې زموږ مهم شریک و.»

د خوړو نړیوال پروګرام په وینا، په ښوونځیو کې دوه زره ماشومان هره ورځ دوه دانې سموسې ترلاسه کوي چې له «کدو، پالک، هګۍ، آلوګانو او سویابین» څخه جوړ شوي چې په پروټین او غذايي موادو بډایه دي.