افغانستان

پاکستان او ایران په یوه ورځ کې نږدې ۳۵۰ کډوالې کورنۍ ويستلي

په یوه ورځ کې نږدې ۳۵۰ افغان کډوالې کورنۍ له پاکستان او ایران څخه په «اختیاري او جبري ډول» ويستل شوې او هېواد ته راستنې شوې.

د طالبانو تر ادارې لاندې باختر آژانس خبر ورکړى، چې په تېره يوه ورځ  (سه شنبه د غبرګولي ٨مه) له پاکستان او ايران څخه  ٣٤٤ افغان کډوالې کورنۍ ويستل شوې دي.

د دغه راپور پر بنسټ، دغه کډوال د ننګرهار، کندهار، نیمروز او هرات ولایتونو له لارو افغانستان ته داخل شوي دي.

د طالبانو تر ادارې لاندې دغه خبري اژانس ویلي چې ۶۵ کورنۍ د تورخم  او ۶۶ کورنۍ د سپین بولدک له لارې هېواد ته داخلې شوې دي.

په ورته وخت کې ۷۳ کورنۍ د نیمروز ولایت د پل ابرېشم له لارې  او ۱۴۰ نورې کورنۍ د هرات د اسلام کلا له لارې افغانستان ته داخلې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان او ایران یوه ورځ وړاندې (دوشنبه، د غبرګولي ۷مه) هم شاوخوا ۳زره۵۰۰ کډوال په خپله خوښه او جبري ډول ایستلي وو.