افغانستان

روسیې طالبانو ته په اقتصادي غونډه کې د ګډون بلنه ورکړه

File-Photo

روسي رسنیو د دوشنبې په ورځ د دغه هېواد د یو لوړپوړي ډیپلوماټ په حواله راپور ورکړ، چې روسیې طالبانو ته په خپلې «ستر کلني اقتصادي غونډې» کې د ګډون بلنه ورکړې ده. دا په داسې حال کې ده، چې مسکو هڅه کوي چې پر طالبانو د روسیې د حکومت بندیزونه لیرې کړي.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي: «د روسیې د بهرنیو چارو  او د عدلیې وزارتونه د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین سره پر(طالبانو) د بندیزونو د لیرې کولو خبر ورکړی دی.»

کابلوف وايي ځینې پوښتنې همداسې پاتې دي. هغه زیاته کړه چې طالبانو ته د جون له پنځم تر اتم د سنټ پیټرزبورګ په نړیوال اقتصادي فورم کې د ګډون بلنه هم استول شوې ده.

هغه وویل چې «افغان مشران»په دودیز ډول د نفتو تولیداتو ته لیوال وو.

د سینټ پیټرزبورګ فورم، چې یو وخت د لویدیځ عملیاتي مدیران او د لندن او نیویارک د بانکدارانو دپانګونې کوربه و، د اوکراین د جګړې راهیسې يې د پام وړ بدلون موندلی دی.

لویدیځ پانګوال چې د روسیې د پراخې شتمنۍ برخه غواړي اوس يې خپل ځاى چین، هند، افریقا او منځني ختیځ سوداګرۍ ته ورکړى.