افغانستان

په ډنمارک کې يوبنسټ د مطیع الله ویسا فعالیتونه د جایزې په ورکولو وستايل  

په ډنمارک کې د افغان علم بنسټ او په دغه هېواد کې یو شمېر افغانانانو مطیع الله ویسا ته په افغانستان کې د پوهنې د پیاوړتیا په برخه کې د هغه د فعالیتونو له امله د «اکشن اوارډ» جايزه او نقدي ډالۍ ورکړه.

دغه بنسټ وايي چې د یکشنبې په ورځ په دې اړه په یوه غونډه کې د بښنې نړیوال سازمان هم  ښاغلي ویسا ته د ستاینلیک ورکړ.

په دې غونډه کې د افغانستان د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینیټ هم حضور درلود او د پوهنې په برخه کې یې د ښاغلي ویسا د فعالیتونو ستاینه وکړه.

د قلم لار( بنسټ) بنسټګر مطیع الله ویسا له ۲۱۵ ورځو بند وروسته د تېر کال د لړم د مياشتې په څلورمه د طالبانو له بنده خوشې شو.

هغه د پوهنې له مخکښو فعالانو څخه ګڼل کېږي چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځيو د بيا پرانستلو لپاره يې ډېر فعاليتونه کړي دي.