د رېښتر په کچه د ۴.۱ درجې زلزلې د بدخشان ولایت ځینې سیمې ولړزولې.
د امریکا دځمکې پېژندنې ادارې ویلي چې د دغې زلزلې مرکز د د بدخشان ولایت اشکاشم ولسوالۍ وه.
تر اوسه د دغې زلزلې د احتمالي زیانونو او تلفاتو په اړه کره معلومات نشته.
ویل کیږي، چې دا زلزله نن (چهارشنبه د غويي ۱۹مه) د غرمې مخکې په شاوخوا ۰۹:۲۰ بجو شوې ده.