افغانستان نړۍ

د امریکا د سمندري ځواکونو پخوانی غړی: له افغانستان څخه د وتلو هیڅ ځواب شتون نلري

د سنا جرګې ته نوماند او د امریکا د سمندري ځواکونو پخوانی غړی ټېم شیهي چې په افغانستان کې د امریکا په ماموریت کې هم ښکېل وو، ویې ویل، چې له افغانستان څخه د «ډېر کمزوري» وتلو په اړه د کانګرس د د غونډې د ترسره کیدو څرنګوالي وښوده، چې د «۲۰۲۱ پیښې» برخه کې هېڅ حساب او ځواب ورنکړل شو.

له فاکس نیوز سره په یوه مرکه کې، شیهي زیاته کړه، چې لومړی د وتلو قضیه او بیا د استازو د جرګې د ترسره کیدو څرنګتیا «نړۍ ته د امریکا د ناکامۍ پیغام واستاوه».

د امریکا د سنا دې نوماند په افغانستان کې د طالبانو د واک د بیا پیلولو په اړه وویل: «حقیقت دا دی، چې طالبان په ښکاره زموږ چورلکې په ټول افغانستان کې ګرځوي او زموږ وسلې کاروي، دا نړۍ ته زموږ د کمزورۍ پیغام رسوي».

تیره سه شنبه، مارک میلي او کنټ مک کېنزي، جګپوړو امریکايي جنرالانو، د امریکا د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو په کمیټه کې «د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې له افغانستان څخه د بایډن د ادارې د مرګونې وتنې» په اړه شاهدي ورکړه.
د امریکا دوو متقاعدو دفاعي او امنیتي چارواکو د سه شنبې په ورځ د کانګرس د بهرنیو اړیکو د کمیټې په استماعیه غونډه کې وویل، چې دواړه ولسمشران، بایډن او ټرمپ له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو په بهیر کې ملامت نه دي. بلکې د بهرنیو چارو وزارت د ملکي وګړو د ایستلو مهالویش دا پروسه یوه ننګونه ګرځولې ده.

ټېم شیهي په دې مرکه کې وویل: «د افغانستان مسئله په هر اړخ او هره برخه کې یوه لویه ناکامي وه، چې د متحده ایالاتو سازمانونه او نړیوال بنسټونه مکلف وو.»

د امریکا د سمندري ځواکونو دغه پخواني غړي دا هم ویلي، چې استخباراتي ټولنه او د امریکا پوځ ستر ارګانونه دي؛ خو دوی باید د دې وړتیا ولري، چې خپلې ناکامۍ وپیژني او ورته (ناکامۍ) ووایی او بیا د یوې ادارې په توګه پرمخ ولاړ شي.

هغه وايي: «داسې ښکاري، چې موږ له دې پېښې څه پند وانه خیست، او تر اوسه مو هیڅ مسولیت هم نه دی اخیستی».

د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې له افغانستانه د امریکا له وتلو وروسته طالبانو په چټکۍ سره د دې هېواد پلازمېنه کابل ونیوو او ویل کېږي چې زرګونه امریکاييان او متحدین د طالبانو تر واکمنۍ لاندې پاتې شول.