په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستیال پلاوي د پرله پسې درېیم کال لپاره له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو د ښوونځیو د نه پرانیستلو په تړاو له طالبانو وغوښتل چې، دغه بندیزونه پای ته ورسوي.
نن (چهارشنبه په اګست اوله ورځ)یوناما د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي: «موږ له اصلي چارواکو غواړو چې دغه غیر عادلانه او ناوړه بندیز ته د پای ټکی کېږدي».
د دې سازمان په وینا، په افغانستان کې د نوي تعلیمي کال له پیله اوس څه باندې ۹۰۰ ورځې پاتې دي چې له ۱۲ کلونو څخه د کم عمره نجونې ښوونځي او پوهنتون ته له تلو منع شوې دي.
خو د ملګرو ملتونو په دي سازمان ټینګار کړی، چې زده کړه د هر چا لپاره او په هېواد کې د سولې او هوساینې لپاره اړینه ده.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د نوي ښوونیز کال له پیل سره د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستلو په اړه څه نه دي ویلي.