افغانستان

د دوحې ناسته؛ پایلې او غبرګونونه

د دوحې غونډه پرون ماښام پای ته ورسېده، خو دې غونډې ګڼ اړخونه رامنځته کړل او غبرګونونه یې راوپارول.

د دوحې غونډې یو شمېر ګډونوال آمو ته وایي، چې دا غونډه د افغانستان د ستونزې د حل لپاره د یو ستر سیاسي بهیر د پیل ټکی و؛ او له دې وروسته به د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي په ټاکلو او د افغانستان د ستونزې د حل لپاره د سیاسي کاري چوکاټ رامنځته کول وي.

په همدې حال کې یوې باوري سرچینې آمو ته ویلي چې ښايي د ملګرو ملتونو امنیت شورا د روانې میاشتې په پای کې د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د ټاکلو او معرفي کولو ځانګړې غونډه وکړي.

د دوحې په تېره ناسته کې د هېواد د مدني ټولنې استازي فیض الله ځلاند آمو ته وویل چې دغه بهیر به د ملګرو ملتونو له خوا د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي له ټاکلو او د سیاسي کاري چوکاټ له ټاکلو وروسته پر مخ ولاړ شي.

د دوحې په غونډه کې د افغانستان د مدني ټولنې استازی فیض الله ځلاند څرګنده کړه: «د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د ځانګړي استازي ټاکل د سیاسي بهیر د پرمخ بیولو لپاره دی، دا د افغانستان د ستونزې د حل لپاره یو سیاسي کاري چوکاټ دی، د بشري حقونو او د نجونو د زده کړو په برخه کې نړیوال او سیمه ییز ملاتړ دی. په دې برخو کې به پرمختګ وشي، او په نږدې راتلونکي کې به له طالبانو سره شریک شي.»

طالبان د داسې استازي له ټاکلو سره مخالف دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي پرون دوشنبه وویل، چې د ځانګړي استازي د ټاکلو په اړه به ژرترژره خبرې اترې پیل کړي.

یوه باوري سرچینه آمو ته وایي، د ملګرو ملتونو امنیت شورا به د دې میاشتې په پای کې د ځانګړي استازي د ټاکلو او معرفي کولو په اړه د یوې ځانګړې غونډې کوربه وي.

تر دې مخکې د هېواد یو شمېر سیاسي بهیرونو هم په یوه ګډه خبرپاڼه کې ویلي وو چې د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي سره به کار وکړي. تازه د جمعیت اسلامي ګوند هم ویلي چې ځانګړی استازی باید داسې څوک وي چې د افغانستان په واقعیتونو خبر وي.

یاد ګوند همدارنګه د دوحې غونډې ته د سیاسي بهیرونو پر نه بلنه نیوکه کړې ده.

د افغانستان د اسلامي جمعیت ګوند د خبرپاڼې یوه برخه کې راغلي: «همدارنګه د ځانګړي استازي د ټاکلو په اړه، جمعیت اسلامي په دې باور دی، چې په دې ځای باید داسې څوک وګومارل شي، چې د افغانستان له ټولنیزو، تاریخي، فرهنګي واقعیتونو او د جګړې له ریښو خبر وي او په خپلو ​​ارزونو کې بې پرېتوب وساتي.»

د ښځو حقونو فعاله راضیه بارکزۍ وايي: «ملګرو ملتونو ته زموږ وړاندیز دا دی چې په خپلو راتلونکو غونډو کې په ځانګړې توګه د امنیت شورا په راتلونکو غونډه کې د افغانستان د مسئلې په اړه صادقانه او رښتینی دریځ غوره کړي.»

د دې غونډې یو اړخ د طالبانو نه ګډون و. طالبانو ویلي وو چې په دې غونډه کې به هغه مهال ګډون وکړي چې د افغانستان د یوازیني مسؤول لوري په توګه د ملګرو ملتونو له پلاوي سره په لوړه کچه خبرې وکړي، هغه شرطونه چې ظاهراً د ملګرو ملتونو له خوا ونه منل شول.

په همدې حال کې د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل پر ایکس کې لیکلي، طالبان له جدي ننګونو سره مخ وو، چې لاړ شي او که نه.

د افغانستان د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل لیکلي: «د دوحې کنفرانس د طالبانو لپاره یوه جدي ستونزه رامنځته کړه، ګډون او نه ګډون دواړه ننګونې وې. په غونډه کې ګډون د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د ټاکلو ملاتړ و، چې له نورو افغان سیاسي ډلو سره د خبرو اړتیا په ګوته کوي.»

خو د طالبانو نه ګډون د یو شمېر نورو ګډونوالو نیوکې هم راپارولې وې.

د دوحې په غونډه کې د افغانستان د مدني ټولنې استازې محبوبه سراج وايي: «کله چې طالبان يوې غونډې ته نه ځي، ځکه چې د افغانستان مدني ټولنه يې غړې ده او د افغانستان د مدني ټولنې څو غړې ښځې دي. ایا موږ باید نه اوسو، د افغانستان استازیتوب ونه کړو؟»

په کابل کې د روسیې سفارت په خبره د روسیې پلاوي د نړۍ د هېوادونو له ځانګړو استازو سره د افغانستان د مدني ټولنې د استازو په غونډه کې له ګډون ډډه کړې ده. د روسیې پلاوي هغه اقدام چې ډېریو په افغانستان کې بشري حقونو ته په شا کول بللي خو په ملګرو ملتونو کې د روسيې دايمي استازی د دغې پرېکړې په اړه دلته په يوه خبري ناسته کې وضاحت ورکوي.

په ملګرو ملتونو کې د روسیې دایمي استازي واسیلي نبنزیا ویلي: «موږ هیڅکله د افغانستان ښځو او ماشومانو ته نه شا کوو او تل مو ټینګار کړی چې د بشري حقونو موضوع د افغانستان د ښځو او نجونو لپاره مهمه ده او په دې برخه کې موږ د ملګرو ملتونو په امنیت شورا او نړیواله ټولنه کې له خپلو همکارانو سره همغږي یو. خو په افغانستان کې یو شمیر نور مهم مسایل دي چې باید په پام کې ونیول شي.»

له دې ټولو سره سره ظاهراً نړۍ د افغانستان د ستونزې د حل لپاره هڅې له هغه ځایه پیل کړې چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ مه بندې شوې وې؛ د بین الافغاني خبرو اترو د لارې بیا پرانیستل، چې په هېواد کې د جمهوريت له ړنګېدو سره په نیمایي کې پاتې وې، د نه بشپړ شوي پړاو د بشپړولو لپاره هڅه.