یو جاپانی انجینر نوریو اووا افغانستان ته راغلی ترڅو د بل جاپاني ډاکتر تتسو ناکامورا پروژې چې څلور کاله مخکې په ننګرهار ولایت کې ووژل شو، بشپړې کړي. ناکامورا د جاپان د فوکوکای ولایت اوسېدونکی و او په افغانستان کې د دندې پرمهال یې ډېرې شاړې ځمکې په حاصل ورکوونکو ځمکو بدلې کړې.
هغه د ۲۰۱۹ کال په دسمبر میاشت کې د ۷۳ کلنۍ په عُمر د ناپېژانده وسله والو په برید کې ووژل شو. د افغانستان ځمکو ته د اوبو رسولو ګڼې پروژې یې له مړینې وروسته تقریبا درول شوې دي.
اوس ۷۳ کلن نوریو اووا د ناکامورا د کار د دوام لپاره افغانستان ته راغلی او ماموریت یې وچو ځمکو ته د اوبو رسول او بیارغول دي. اووا وايي: «زموږ موخه له خپلو تجربو او پوهې ګټه پورته کول دي، که څه هم موږ د ناکامورا له وړتیا او شفقت سره برابر نه یو.»
په سپتمبر میاشت کې اووا د افغانستان د غرنیو سیمو په لمنو کې د ۴،۳ کیلومتري کانال پر جوړولو څارنه لرله. اووا د پېښور ـ کای سازمان غړی دی چې مخکې په فوکوکا کې یې د ناکامورا له خوا مشري کېده او له ۲۰۱۹ کال راهیسې یې په فعاله توګه په انجینرۍ برخه کې ونډه لرله.
اووا د موسمي بدلونونو په وړاندې د مقابلې او رغونې د دودیزو طریقو لپاره د ناکامورا له نوښتګرو پروګرامونو الهام اخیستی دی. هغه له تقاعد کېدو وروسته نیت درلود چې له ناکامورا سره همکاري وکړي، خو د ناکامورا ناڅاپي مړینې هغه ته دا فرصت ورنه کړ.
د پېښور ـ کای سازمان چې د غړیتوبونو او مالي مرستو له لارې پرمخ بېول کېږي، اوس د «د جاپان د طبي خدماتو» په نوم بنسټ له خوا په افغانستان کې فعالیت لري. کابو سل تنه افغانان ددې سازمان په طبي، اوبو رسولو او کرنې په برخو کې په کار بوخت دي.
د ناکامورا له مړینې وروسته د اوبو لګولو پروګرامونه له ځینو ننګونو سره مخ شول، ځکه چې ناکامورا د دې پروژو د مدیریت او طراحۍ په مهمو برخو کې رول درلود. اوس اووا د جاپاني متخصصینو له یوې ډلې سره د دې پروژو د بیا پیل لپاره د تخنیکي ملاتړ د وړاندې کولو په حال کې دي.
ناکامورا چې د اوبو لګولو تخنیک یې خپله زده کړی و، د اوبو د مدیریت د پرمختګ لپاره یې اغېزناکې کړنلارې رامنځته کړې وې. د هغه د «زرغونې ځمکې نوښت» چې په ۲۰۰۲ کال کې له سختۍ وچکالۍ وروسته پیل شو، د کرنې لپاره یې له اصلي سیند څخه د اوبو پر راګرځولو تمرکز درلود. ناکامورا افغانستان کې د جوړونې دودیزې کړنلارې د جاپان اډو دورې له کړنلارې سره یو ځای کړې وې.
دا تګلارې چې د «PMS» په نوم یادېږي، شپږ اصلونه تعقیبوي، له دې جملې د لګښتونو کمول، د لاسرسي وړ توکو کارول او د داسې تاسیساتو رامنځته کول چې ځايي اوسېدونکي وکولای شي هغه ورغوي. د بېلګې په توګه له ډبرو ډکو سیمي ټکوریو د ساحلي خوندیتوب لپاره کار اخیستل کېده.
دا کړنلاره توانېدلې ۲۳ زره او ۸۰۰ هکټاره دښتې په حاصلخېزه ځمکو بدلې کړي.
پېښور – کای د جاپان (جايکا) نړیوال سازمان په همکارۍ په ۲۰۲۱ کال کې د دې کړنلارې لپاره ځینې تګلارې خپرې کړې. دا پروګرام په وروستیو کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان په ۸.۸ میلیون ډالري مرستې سره پیاوړی شو.