افغانستان

د روغتیا نړیوال سازمان: له پاکستانه ۹۰ سلنه ستانه شوي خپلو اصلي سیمو ته د تلو لپاره لیواله دي

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، چې د سپټمبر له ۱۵مې څخه د نومبر تر ۱۱مې پورې ۳۲۷ زره کډوال له پاکستانه افغانستان ته راستانه شوي، چې ۲۴ سلنه یې تر پنځو کلونو کم عمره ماشومان او ۴۸ سلنه یې ښځې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان نن د افغان کډړالو په اړه یو نوی راپور خپور کړ. په دې راپور کې راغلي، د نومبر تر ۱۱مې نیټې پورې له ۳۲۷ زرو څخه زیات کډوال افغانستان ته داخل شوي دي، چې ۲۴ سلنه یې له پنځو کلونو کم عمره ماشومان، ۶۰ سلنه یې له ۱۷ کلونو کم عمره ماشومان او تنکي ځوانان او ۴۸ سلنه یې ښځې دي.

کډوال نجم الدین وايي: «زه پنځه ماشومان لرم. موږ دلته څلوېښت کاله تېر کړل. یو په څلورم ټولګي کې و، یو په دریم ټولګي کې او نور یې په دویم ټولګي کې وو. ما دوی ټول وویستل.»

اخوا، د مقاومت شورا د دغو کډوالو د ځای پر ځای کولو په اړه غبرګون ښودلی دی.

دغه شورا وايي، په ځينو برخو کې د کډوالو د ځای پر ځای کولو د پروګرام په اړه اندېښمنه ​​ده او دغه بهير د افغانستان په شمالي ولايتونو کې په ځينو برخو کې سياسي شوى، چې د شورا په وينا له يوې خوا دغه ځای پر ځای کول له یوې خوا ټولنیز جوړښت ګډوډوي او له بلې خوا د بې اتفاقۍ لامل کېږي. خو طالبانو په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

د طالبانو د ترانسپورت وزارت اعلان کړی چې هره ورځ د افغانستان ځینو برخو ته په زرګونو کډوال د کډه کولو لپاره لېږدوي، په تېرو څلورو ورځو په کابل، کنړ، بلخ، کندز، تخار، بغلان، کندهار، ننګرهار، خوست او لغمان ولایتونو کې تر ۷ زرو زیات کډوال ځای پر ځای شوي دي.

د فراه لپاره د طالبانو والي عبدالکریم جهاد یار وايي: «دا هغه کورنۍ دي چې د اوسېدو ځاى نه لري، له هغوى پوښتنه کېږي چې د اوسېدو ځاى لري او که نه. موږ هغو کسانو ته ځای ورکوو چې د فراه ولايت دي او ځمکې او کور نه لري.»

له پاکستانه د کډوالو د راستنېدو لړۍ لومړی ګړندۍ وه چې هره ورځ له نهو تر ۱۰ زرو پورې کډوال راستنېدل، خو اوس په دغه بهیر کې د پام وړ کموالی راغلی دی. د طالبانو وروستۍ شمېرې ښيي چې په تېرو څلورو ورځو کې د تورخم او سپین بولدک له لارو تر یو زر او دوه زرو پورې کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.