د هرات د زنده جان ولسوالۍ د سياه آب کلي يو شمېر اوسېدونکي وايي، چې تر اوسه ورته کافي مرستې نه دي رسېدلي.
د دې کلي اوسېدونکي وايي، چې په زنده جان ولسوالۍ کې د ژمي موسم پيل شوى او تر خېمو لاندې شپې او ورځې تېروي.
له بلې خوا د سیاه آب اوسیدونکي ټینګار کوي چې دوی خوراکي توکو او جامو ته جدي اړتیا لري.
۵۶ کلنه ماه ګل چې د زنده جان ولسوالۍ په سياه آب کلي کې يې د خپلې کورنۍ ۱۲ غړي له لاسه ورکړي، وايي چې تر اوسه د دغه کلي اوسېدونکو ته کافي مرستې نه دې رسېدلې. لمسيان مې د ژمي له جامو پرته شپې او ورځې تېروي.
هغه زیاتوي: «زموږ لپاره لرګي نه دي پاتې، زموږ د کورنۍ دوولس غړي مړه شوي، ماشومان مو په یبلو پښو ښوونځي ته ځي، له تاسو غواړو چې له موږ سره مرسته وشي.»
بل خوا د دغه کلي يو بل اوسېدونکى شمس الدين هم وايي، چې دوى روغتيايي خدمتونو ته لاسرسى نه لري.
د زنده جان ولسوالۍ اوسېدونکي شمس الدین وایي: «د اوبو بمبه نه لرو، روغتیايي خدمات نشته، د اړتیا وړ توکي نه لرو، په یوه تشه خېمه کې ژوند کوو.»
د هرات د زنده جان ولسوالۍ د سیاه آب کلي اوسېدونکي دایمي سرپناه غواړي.
د زنده جان ولسوالۍ بل اوسېدونکی محمد امین وايي: «زموږ غوښتنه دا ده چې هرې کورنۍ ته کور جوړ شي؛ ترڅو پکې ژوند وکړي. په خېمه کې ژوند کول ګران دي، دلته نشو پاتې کېدای.»
د زنده جان ولسوالۍ په شمال کې د سیاه آب کلی له هغو برخو څخه دی چې له زلزلې وروسته په کنډوالو بدل شوی– هغه کلی چې ویل کېږي ۱۵۷ کسان پکې مړه او شاوخوا ۴۰۰ نور ټپیان شوي دي.