افغانستان

اروپايي ټولنې په افغانستان کې د بشردوستانه مرستو لپاره ۶۱ میلیون ډالر په پام کې نیولي

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې دفتر په یوه بیانیه کې اعلان وکړ چې ۶۱ میلیون ډالر بشردوستانه مرسته په هېواد کې د زیانمنونکو وګړو او هغو کډوالو لپاره چې تازه له پاکستانه ستانه شوي د اړتیاوو د پوره کولو په پام کې نیول شوې ده.

له دغو ټولو پيسو، ۶۰ میلیونه یورو د هغو بشردوستانه بنسټونو لپاره په پام کې نیول شوي چې په افغانستان کې فعالیت لري، په داسې حال کې چي یو میلیون یورو بیا به په پاکستان کې د بنسټونو لپاره ولګول شي.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې دفتر اعلان وکړ چې تازه بودیجه به په افغانستان کې د سخت خوراکي ناورین لپاره چې کابو نیمایي وګړي یې د خوړو له سخت نه خوندیتوب سره مخ دي، حیاتي وي.

ددې دفتر په بیانیه کې راغلي چې دا بودیجه به د سرپناه، خوندیتوب، روغتیايي خدماتو، تغذیې او اوبو په شان نورو حیاتي اړتیاوو لپاره ولګول شي. د یادولو وړ ده چې له دغو پیسو به د هرات په زلزله کې له زیانمنو سره هم مرسته وشي.

دغه سازمان تایید کړه چې ددې بودیجې یوه برخه به هغو کډوالو ته چې افغانستان ته ستنېږي، په کوربه ټولنو کې د خوندیتوب او بیړنۍ مرستې په چورلیز سره مرسته وشي.

دا مرستې د هغو ۹۴ میلیونه یورو بشردوستانه مرستو یوه برخه ده چې په روان کال کې د افغانستان لپاره په پام کې نیول شوې وې، له هغې ۴،۵ میلیونه یورو بستې څخه چې د وروستۍ زلزلې د زیانمنو لپاره تصویب شوې وه.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د بحران د مدیریت دفتر مسوول یانزلنارچیچ وویل: «د افغانانو بشردوستانه اړتیاوې په تېره بیا له سختو او ورانوونکو زلزلو وروسته سختې د اندېښنې وړ دي. اروپايي ټولنې له دغې غمیزې وروسته د بیړنيو لومړینو مرستو په بستو سره بیړنی اقدام وکړ او موږ اوس د پام وړ بودیجې د پياوړتیا په حال کې یو.»

د اروپايي ټولنې د بیانیې له مخې، افغانستان د نړۍ په کچه د لوی بشردوستانه ناورین په توګه ګڼل کېږي او په روان کال کې څه د پاسه ۲۹ میلیونه وګړي بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري.