ښځې

د بشري حقونو د څار بنسټ: د پاکستان له‌خوا د ښځو او نجونو ایستل ظالمانه عمل دی

د بشري حقونو د څار سازمان د پاکستان له خوا د ښځو او نجونو ایستل ظالمانه بولي.

د دغه بنسټ د ښځو څانګې مشره وايي، افغانستان ته د بېرته ستنېدونکو ښځو او نجونو حقونه به په سیستماتیک ډول تر پښو لاندې شي او له خپلو لومړنیو حقونو به بې برخې پاتې شي.

له بلې خوا، د ملګرو ملتونو اړوند یو شمېر سازمانونو له پاکستانه غوښتي چې د هغو ماشومانو او کورنیو خوندیتوب ته پام وکړي چې په خطر کې دي.

د بشري حقونو د څار سازمان راپور ورکړی چې ۸۵۰ زره ښځې او نجونې چې له پاکستانه د جبري ایستلو له خطر سره مخامخ دي، بیرته هیواد ته ستنیږي چې د زده کړو، کار او ورزش په برخو کې او حتی روغتیایي خدمتونو ته د هغوی د لاسرسي حقونه په سیستماتیک ډول له منځه وړل کیږي.

د بشري حقونو د څار سازمان ښځو د څانګې مشره وايي، له پاکستانه د ښځو او نجونو ایستل د ظلم یوه بله بڼه ده.

د بشري حقونو د څار بنسټ د ښځو څانګې مشره هېدربار وايي: «داسې هېواد ته د ۸۵۰ زره ښځو او نجونو شړل چې ښه پوهېږئ زده کړو، کار، تګ راتګ، روغتیايي خدمتونو او مرستو ته هغوی د لاسرسي، وینا، تنظیم، ورزش او حتی پارک ته د تګ حقونه په سیستماتیک ډول تر پښو لاندې کېږي، یو ډول ځانګړی ظلم دی.»

له دې سره هم مهاله د کډوالۍ نړیوال سازمان، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په ګډون د ملګرو ملتونو اړوندو سازمانونو په یوه ګډه خبرپاڼه کې له پاکستانه غوښتي چې د هغو ماشومانو او کورنیو خوندیتوب ته پام وکړي. چې تر ګواښ لاندې دي.

ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، د سپټمبر له ۱۵مې راهیسې له پاکستانه ۱۶۰ زره کډوال افغانستان ته راغلي دي.

د دغو کډوالو له ډلې ۸۶ سلنه یې ویلي چې د پاکستاني پولیسو له خوا د نیول کېدو له وېرې یې پاکستان پرېښود.

یو شمېر نجونې زده کوونکې او محصلینې په افغانستان کې د طالبانو پر محدودیتونو نیوکه کوي او په دې باور دي، چې طالبانو په تېرو دوو کلونو کې داسې فرمانونه صادر کړي، چې پر بنسټ یې د ښوونې او روزنې، زده کړو، کار او ګرځېدو په برخو کې د ښځو او نجونو ټول حقونه تر پښو لاندې شوي دي.

یوه زده کوونکې پلوشه وايي: «موږ تراوسه په بشپړ بې برخلیکه وضعیت کې یو، هیله منه یم چې ځانګړې پاملرنه راته وشي ترڅو ښوونځي پرانیستل شي او موږ ته د زده کړو حق راکړي.»

د روان کال د اپرېل په ۲۸مه د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه پرېکړه لیک کې د ښځو پر وړاندې د طالبانو د ټولو محدودیتونو د سمدستي لغوه کېدو غوښتنه وکړه او پر ټولو حکومتونو او سازمانونو یې غږ وکړ چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د محدودونکو فرمانونو پر وړاندې له خپل نفوذه کار واخلي.

خو طالبان لا هم پر ښځو او نجونو د بندیزونو په اړه له خپل دریځه نه دي په شا شوي.