افغانستان

بې پولې خبریالان: په پاکستان کې څه د پاسه ۲۰۰ افغان خبریالان د ایستلو له ګواښ سره مخ دي

د بې پولې خبریالانو سازمان په یوه اعلامیه کې ویلي چې څه د پاسه ۲۰۰ افغان خبریالان له پاکستانه د بې اسناده کډوالو د ایستلو ضرب الاجل له پای ته رسېدو وروسته، له دې هېواده د ایستلو له ګواښ سره مخ دي.

نوموړي بنسټ خبرداری ورکړی چې د دغو خبریالانو احتمالي ایستل د دوی ژوند ته جدي ګواښ دی.

د بې پولې خبریالانو بنسټ له پاکستاني چارواکو غوښتي چې دغو خبریالانو ته اجازه ورکړي ترڅو په دې هېواد کې پاتې شي او امنیت یې تضمین کړي.

بې پولې خبریالانو بنسټ په دې اعلامیه کې ویلي چې له څو خبریالانو سره یې خبرې کړې دي.

یو خبریال چې د ۲۰۲۲ زېږدیز کال په سپتمبر میاشت کې پاکستان ته کډه شوی وايي: «افغانستان ته جبري ایستل مرګ ته د لېږلو په معنی دي.»

یو افغان خبریاله چې د ۲۰۲۲ کال په جولای میاشت کې پاکستان ته تللې د بې پولې خبریالانو بنسټ ته یې ویلي چې «د طالبانو د تاوتریخوالي په اړه راپورونو وروسته، په تېره بیا د ښځو خلاف له هېواده تېښتې ته اړ شوې ده.»

هغې همداراز ویلي: «زه مجبوره شوم چې هېواد پرېږدم تر څو ژوندۍ پاتې شم. زما له راتلو وروسته رژيم زما د کورنۍ څو غړي نیولي دي، بېرته هلته ستنېدل مې ژوند له خطر سره مخ کوي.»

پاکستان څه د پاسه ۱،۷ میلیون کډوالو ته د نومبر تر لومړۍ نېټې وخت ورکړی و چې له دې هېواده ووځي، اوس دا وخت پای ته رسېدلی دی. د رپوټونو له مخې، تراوسه څه د پاسه ۱۸۹ زره تنه افغانستان ته لېږل شوي دي.