افغانستان

ملګري ملتونه، له پاکستانه د افغان کډوالو ایستل غمېزه راوړونکي بولي

په داسې حال کې چې د پاکستان له خوا د بې اسناده کډوالو ایستلو ته یوه ورځ پاتې ده، د ملګرو ملتونو د کډوالو لوړې کمېشنرۍ د دغو کډوالو ایستل غمیزه راوړونکي ګڼي.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو د لوړې کمېشنرۍ د دې څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې له دې هېواد د بې اسناده کډوالو د شړلو خبره شوې چې په دې بهیر کې ټول هغه بهرنيان شامل دي، چې په دغه هېواد کې اوسېږي.

یو شمېر افغان کډوال وايي چې د خپل راتلونکي او امنیت په اړه اندېښمن دي.

کابو یوه میاشت کېږي چې د پاکستان موقت حکومت له هېواده د بې اسنادو کډوالو د ایستلو لپاره وخت ورکړی، چې له دغه هېواده ووځي.

اوس د دغه وخت پای ته رسېدو ته یوازې یوه ورځ پاتې ده او له هغې وروسته به د پاکستاني پولیسو له خوا د دغو کډوالو د ایستلو بهیر په رسمي ډول پیل شي.

هفه بهیر چې د یو شمیر افغان کډوالو په وینا، د دغه وخت له پای ته رسېدو مخکې پیل شوی او له وهلو او سپکاوي سره مل دی.

اوس د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لوړې کمېشنرۍ یا UNHCR ویلي چې له پاکستانه د افغان کډوالو ایستل به د “انساني ناورین” لامل شي.

یادې کمېشنرۍ او د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي، چې په پاکستان کې میشت ډېری افغان کډوال خپل هیواد ته د بېرته ستنیدو په صورت کې د نیول کیدو او شکنجه کیدو له خطر سره مخامخ دي.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنرۍ د څرګندونو په غبرګون کې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، هغه افغان کډوال چې د اوسېدو قانوني اسناد لري، له دغې طرحې مستثنا دي.

دغه وزارت زیاته کړې: «د بې اسناده بهرنیانو د بیرته ستنیدو طرح پرته له دې چې د دوی تابعیت او اصلي هېواد په نظر کې ونیول شي په پاکستان کې پر میشتو ټولو بهرنیانو پلي کیږي. دا پریکړه د پاکستان د خپلواکو کورنیو قوانینو پر بنسټ او له نړیوالو نورمونو او اصولو سره سم د تطبیق وړ ده.»

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان د دې پرېکړې د ځنډولو او یا لغوه کولو لپاره د ملګرو ملتونو او نړیوالو چارواکو غوښتنو ته پام نه دی کړی.

د پاکستان د موقت حکومت د کورنیو چارو وزیر سرفراز بوګتي هم په یوه خبري ناسته کې ویلي چې له اسنادو پرته ټول کډوال به په دوو پړاوونو کې له دغه هېواده وایستل شي.

نوموړي زیاته کړې: «هغه پناه غوښتونکي چې د پاکستان حکومت پېژند کارد لري او د UNHCR سره ثبت دي، وبه ایستل شي. ټول ایالتي مسوولین به د شړلو په عملیاتو کې برخه ولري، د بې اسناده کډوالو د پیژندلو لپاره د ولسوالیو په کچه کمیټې جوړې شوې دي.»

په پاکستان کې یو شمېر افغان کډوال هم وايي چې د خپل راتلونکي او امنیت په اړه اندېښمن دي.

۱،۷میلیونه بې اسناده افغان کډوال په پاکستان کې ژوند کوي. په دغو کډوالو کې ډېری هغه کسان دي چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته پاکستان ته تښتېدلي دي.