افغانستان

د بې وزلۍ او وزګارۍ ستونزې ته د پاملرنې لپاره له سینیرلي اوغلو د کابل ښاریانو غوښتنه

شهر کابل. عکس از آرشیف. منبع: رویترز.

یو شمېر کابل ښاریان وايي، بې وزلۍ او وزګارۍ د دوی ژوند ستونزمن کړی دی.

کابل ښاریان د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي همغږي کوونکي غواړي چې په خپل راپور کې په افغانستان کې د بې وزلۍ او وګارۍ کچې ته پام وکړي.

په ورته وخت کې یو شمېر مېرمنې د طالبانو له خوا د ښځو پر کار له محدودیتونو نیوکه کوي.

د ژمي په رانږدې کېدو او هوا په سړېدو سره د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي له وزګارۍ او د بېوزلۍ له زیاتوالي شکایت کوي. دغه اوسېدونکي د ډوډۍ موندلو لپاره اندېښمن دي.

وايي، له دوو کلونو راهیسې د بېوزلۍ کچه لوړه شوې او ډېری کاري زمینې له خلکو اخیستل شوې دي.

یو شمېر دغه اوسېدونکي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي همغږي کوونکي غواړي چې په خپل راپور کې د بې وزلۍ او وزګارۍ کچې ته اشاره وکړي.

د طالبانو په واکمنېدو سره د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې ټولې پرمختیایي پروژې چې زرګونه کسانو ته یې د کار زمینه برابروله، درول شوې دي.

او د دې ترڅنګ د ولسي تړون پروګرام ډېرې پروژې چې د نړیوال بانک له خوا تمویلېدې، اوس په نیمايي کې پاتې دي.

یو شمېر ښځې وايي، طالبانو له شاوخوا یوه کال راهیسې په نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار بندیز لګولی او ډېری ښځې چې د خپلو کورنیو سرپرستي پرغاړه لري له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

طالبانو په زمري میاشت کې ښځینه سینګارتونونه هم وتړل چې له امله یې زرګونه ښځې وزګاري شوې.

تمه کېږي چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړی همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو د افغانستان د وضعیت په اړه خپله ارزونه په یوه راپور کې ملګرو ملتونو ته وړاندې کړي او د افغانستان د خلکو غوښتنه دا ده چې په دې راپور کې د بېکارۍ او بې وزلۍ ستونزه په هر اړخیزه توګه شامله شي.