د ملګروملتونو ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینرلي اوغلو په کابل کې د کورنیو چارو وزارت لپاره د طالبانو له سرپرست سراج الدین حقاني سره وکتل.
د طالبانو په اعلامیه په دې اړه راغلي چې په دغه کتنه د «پرمختګونو، شته ننګونو او له نړیوالې ټولنې سره د اړیکو د پياوړتیا» په اړه خبرې اترې شوې دي.
په دغه اعلامیه کې همداراز راغلي چې ښاغلي سینرلي اوغلو په دې کتنه کې د نجونو پر زده کړو د محدودیتونو لیرې کولو ته هم اشاره کړې ده.
په افغانستان کې د ملګروملتونو دفتر تراوسه ددې کتنې په اړه څه نه دي ویلي.
ټاکل شوې ښاغلي سینرلي اوغلو راتلونکې میاشت د افغانستان د وضعیت په اړه یو راپور ملګروملتونو ته وړاندې کړي.
هغه په تېرو دوو ورځو کې له پخواني ولسمشر حامد کرزي او د سولې د عالي شورا له مخکیني رییس سره هم کتلي دي.