د افغانستان لپاره د ښځو او بشري حقونو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د طالبانو له زندانه د ژولیا پارسي، ندا پرواني او د بشري حقونو د نورو فعالانو د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.
د افغانستان لپاره د ښځو او بشري حقونو په چارو کې د امریکا استازې په ایکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې د نیمايي نفوس په حذفولو او د ځپلو فرهنګ په پیاوړي کولو سره طالبان دا ادعا نه شي کولی چې د افغانانو ژوند ښه شوی دی.
دا غوښتنې په داسې حال کې راپورته کېږي، چې طالبانو د افغانستان د ښځو د خپلواکۍ غورځنګ دوه غړي نيولي او د هغوى د نيولو په اړه يې نور جزئيات هم نه دي ورکړي.
د طالبانو له زندانه د دوو معترضو مېرمنو ژولیا پارسي او ندا پرواني د خلاصون غوښتنو په دوام د افغانستان لپاره د ښځو او بشري حقونو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري هم د طالبانو له بنده د دغو دوو ښځو او د بشري حقونو د نورو فعالانو د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.
دغې امریکايي دیپلوماتې د طالبانو له خوا د ښځو ځپلو او لېرې کولو ته په اشارې په ایکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې طالبان د دا ډول کړنو په کولو سره ادعا نه شي کولی چې د افغانانو ژوند ښه شوی دی.
د افغانستان لپاره د ښځو او بشري حقونو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې وايي: «موږ له طالبانو غواړو چې ژولیا پارسي، ندا پرواني او نور چې له ورته بې عدالتیو سره مخامخ دي، ژر تر ژره خوشې کړي. طالبان دا ادعا نه شي کولی چې د افغانانو ژوند ښه شوی دی، کله چې نیمايي نفوس د لېرې کولو په حال کې دی او د ځپلو او ویرې کلتور شتون لري.»
معترضې ښځې وايي، طالبانو په تېرو دوو کلونو کې تل د دوی د عدالت غوښتنې غږونه ځپلي دي او یو شمېر بندیانې کړي او شکنجه کړي دي.
په همدې حال کې له زده کړو او کار یو شمېر محرومې ښځې او نجونې په داسې وضعیت کې د ژوند دوام بحراني بولي.
طالبانو ندا پرواني له خپل مېړه او زوی سره د وږي په ۲۸مه او ژولیا پارسي د تلې په ۵مه له کابل ښاره نیولې دي.
معترضې ښځې وايي، د طالبانو له خوا د معترضو ښځو او مدني فعالانو د ځپلو، نیولو او شکنجه کولو دوام یو له هغو لارو دي چې ښځې نه پرېږدي د عدالت غوښتنې غږ پورته کړي.