سویلي آسیا

په پاکستان کې د جمعې ورځې چاودنې د تلفاتو شمېر ۵۵ تنو ته ورسېد

دا د بلوچستان ایالت د مستونګ ولسوالۍ روغتون دی چې د جمعې په ورځ پر یوې غونډې له چاودنې وروسته لسګونه مړي او ټپيان ورته لېږدول شوي دي.

د شنبې په ورځ یو شمېر خلک چې د خپلو ټپیانو د لیدلو لپاره دغه روغتون ته راغلي او ځینې هم د خپلوانو د مړو ترڅنګ ویر کوي.

دوی د پاکستان له دولت څخه غواړي په دې هېواد کې د ترهګریزو فعالیتونو د مخنیوي لپاره اقدام وکړي.

د یوه ټپي خپلوان سید کاشف شاه وايي: «چاودنې کېږي، امنیتي بنسټونه باید اقدام وکړي، ظلم کېږي، د میلاد نبي په ورځ دا ډول ظلم کېږي، موږ دا غندو.»

د پاکستان امنیتي مسوولین وايي چې د جمعې په ورځ یوه ځانمرګي بریدګر له ځان سره چاودېدونکي توکي د هغو خلکو په منځ کې وچاودول چې د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد ص د میلاد د مراسمو لپاره راټول شوي وو، چې په پایله کې یې ۵۵ تنه ووژل شول.

دوهمه چاودنه هم له دې پېښې څو ساعته وروسته د خیبرپښتونخوا ولایت د هنګو ولسوالۍ په یوه جومات کې د جمعې لمانځه پرمهال وشوه. ځایي رسنیو رپوټ ورکړی چې په دغه چاودنه کې له ۳۰ تر ۴۰ تنه تر خاورو لاندې شول.

د پېښې شاهد په دې اړه وايي: «په دقیق ډول نه پوهېږم چې سل، ۱۵۰ یا ۲۰۰ تنه وو، خو ګڼ شمېر کسان پر ځمکه پراته وو.»

تراوسه هېڅ یوې ډلې ددې برید مسوولیت نه دی منلی.

د پاکستاني طالبانو تحریک چې په روان زېږدیز کال کې یې په دغه هېواد کې د خونړیو بریدونو مسوولیت منلی هم ویلي د جمعې ورځې په برید کې یې لاس نه درلود او هغه یې غندلی دی.