افغانستان

د څښاک پاکو اوبو ته نه لاسرسی د میلیونونه افغانانو ژوند ګواښي

افغانستان چې تازه له سختو جبهه‌يي جګړو د آرام ساه اخیستې، داسې ښکاري چې د بل ناروین په لور روان دی.

د اوبو د کمښت ستونزه، یعنې د څښاک پاکو اوبو ته د هېوادوالو د نه لاسرسي ناورین.

داسې ناورین چې د سره صلیب د نړیوالې کمیټې په وینا، په افغانستان کې یې د میلیونونه تنو ژوند له خطر سره مخ کړی دی.

د سره صلیب نړیوالې کمیټې په ایکس ټولنیزه شبکه کې د پیغام په خپرولو لیکلي چې اوږدې نښتې او موسمي بدلونونه د اوبو د کمښت او پاکو اوبو ته د خلکو د لاسرسي د کمېدو لامل شوي دي.

دغې کمیټې لیکلي: «په افغانستان کې د میلیونونه تنو ژوند چې د پاکو اوبو د موندلو په لټه کې په خطر کې دی، دوی په ساعتونو په لیکو کې درېږي ترڅو د څښلو، پخلي او نظافت د رعایتولو لپاره یوه اندازه اوبه ولري.»

داسې ناورین چې د دغې کمیټې په وینا تر ځمکې لاندې اوبو له کمښته یې سرچینه اخیستې او د څښاک اوبو ته لاسرسی یې ګران کړی دی.

له دې سره سره دغې کمیټې د روان زېږدیز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د افغانستان په ښارونو او کلیو کې له څه د پاسه ۳۵۰ زره تنو سره مرستې کړې دي ترڅو د څښاک اوبو ته لاسرسی ولري.

خو هېوادوال وایي چې دا مرستې بسنه نه کوي او د څښاک اوبو ته نه لاسرسي دوی له ننګونو سره مخ کړي دي.

د هرات د اوبه ولسوالۍ اوسېدونکې فاطمه وايي: «دلته پاکې اوبه نه پيدا کېږي، که اوبه پيدا هم شي تروې دي او ټول خلک یې ناروغان کړي، که وغواړو خوږې اوبه واخلو، بیه یې لوړه ده او د خلکو اقتصاد خراب دی نه شي کولای چې خوږې اوبه وپېري.»

د تخار د هزارباغ سیمې اوسېدونکی ذاکرالله وايي: «دلته اوبه نشته او د اوبو ستونزه ده، خلک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري، باید خلکو ته پاکې اوبه برابرې شي.»

ډاکتران هم وایي، د پاکو اوبو کمښت وګړي په تېره بیا ماشومان او بوډاګان د نس ناستي، وبا او مکروبي ناروغیو په شان ګڼو ناروغیو اخته کوي.

د داخله ناروغیو متخصص احمد جواد فردین وايي: «د څښلو او نورو اړتیاوو لپاره د ناسمو اوبو کارول د ستونزو د رامنځته کېدو لامل کېدای شي، خو هغه ستونزې چې د ناپاکه اوبو د کارولو لپاره انسان ته رامنځته کېږي، ویروسونه، چینجي او پرازیتونه دي چې په ککړو اوبو کې د نس ناستي، هپاتیت اې، ګېډې د دردونو او هاضمې سیستم د نورو ستونزو لامل کېدای شي.»

له افغانستان سره د مرستندویه بنسټونو د راپور له مخې، د هېواد ډېری ولایتونه د اوبو له کمښت سره مخ دي او په یو شمېر کلیو کې، خلک د څښاک اوبو د ترلاسه کولو لپاره، په ساعتونو له څارویو سره اوږدې لارې کچ کوي.

د ملګروملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف هم له دې مخکې ویلي چې په افغانستان کې له هرو لسو تنو، اته غیرصحي اوبه څښي او ۹۳ سلنه ماشومان په داسې برخو کې اوسېږي چې د څښاک اوبو ته د نه لاسرسي له امله، د زیانمنېدو په لوړه کچه کې دي.