افغانستان

طالبانو د دوو ښځو په ګډون څلورو تنو ته د خلکو په وړاندې سزا ورکړه

طالبان وايي چې په سرپل ولایت کې یې د دوو ښځو په ګډون څلورو تنو ته د خلکو په مخکې سزا ورکړې ده.

د طالبانو سترې محکمې په یوه بیانیه کې ویلي دا څلور تنه د سرپل ولایت د سوزمه قلعې ولسوالۍ د لومړنۍ محکمې له خوا د «فسق و فجور» په تور په تعزیري بدني سزا محکوم شوي وو چې دا حکم د یکشنبې په ورځ عملي شو.

د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي: «لومړی د تورنو کسانو د قضیو لنډیز ولوستل شو او پر هر یوه د محکمې د حکم له مخې تعزیري سزا تطبیق شوه ترڅو مجرمینو ته عبرت او نورو ته عبرت وي.»

یو شمېر دیني عالمان وايي، تعزیري سزا داسې سزا ته ویل کېږي چې د حدودو او قصاص خلاف چې حُکم یې په قران او سنتو کې روښانه دی، محکمه یې د صادرولو واک لري.

دا په داسې حال کې دي چې د ۲۰۲۲ کال له نومبر راهیسې چې د طالبانو مشر هبت الله آخوندزاده د سزا د اسلامي قوانینو د اجرا غوښتونکی شو، د هېواد په بېلابېلو سیمو کې سلګونه تنو ته سزا ورکړل شوې ده.

که څه هم د طالبانو دا کار له ګڼو غبرګونونو سره مخ شو خو دغو غبرګونونو د طالبانو په پرېکړه کې کوم بدلون نه دی راوستی.