افغانستان

د خوړو نړیوال پروګرام: په افغانستان کې ۱۵ میلیون تنه د لوږې په بیړني وضعیت کې دي

د خوړو نړیوال پروګرام د شمېرو له مخې د نړۍ په ۵۱ هېوادونو کې څلوېښت میلیونه وګړي د لوږې په بیړي وضعیت کې دي.

دغه بنسټ پر ايکس ټولنیزه پاڼه لیکلي چې له دې جملې ۱۵ میلیون تنه په افغانستان کې دي.

له دې مخکې، د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې د خپلې بودیجې د کمښت په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي، که د ژمي له رارسېدو مخکې د اړتیاوړ بودیجه ترلاسه نه کړي، له بې وزله وګړو سره به خپلې مرستې کمې کړي.

له دې مخکې، د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی، د بودیجې د کمښت د دوام په صورت کې، میلیونونه افغانان به په افغانستان کې له ژغورونکو روغتیايي خدماتو بې برخې شي.

دغه سازمان د روغتیايي خدماتو په برخه کې د مرستو د دوام غوښتنه کړې ده.

د روغتیا د نړیوال سازمان د راپور په یوه برخه کې راغلي چې له څو لسیزې بې ثباتۍ، سختې وچکالۍ او طبیعي پېښو وروسته، افغانستان له اوږدمهاله بشردوستانه ناورین سره مخ دی او میلیونونه تنه په بې وزلۍ او روغتیايي خدماتو ته له لاسرسي پرته ژوند کوي.