سویلي آسیا

د اسلام آباد سترې محکمې د ښو امکاناتو لرونکي زندان ته د عمران خان د لېږدولو حکم وکړ

د اسلام آباد سترې محکمې پاکستاني چارواکو ته حکم کړی چې د دغه هېواد پخوانی لومړی وزیر عمران خان د اټک له زندانه اډیاله زندان ته چې له زیاتو امکاناتو برخمن دی ولېږدوي.

ښاغلی خان په اوسني وخت کې د سایفر یا پټ لیک د دوسیې په تړاو په بند کې دی او ټاکل شوې وه نن یې محکمې ته حاضر کړي ترڅو دغه دوسیه وارزول شي.

خو د پاکستان حکومت د امنیتي مسایلو له امله عمران خان د اسلام آباد محکمې ته حاضر نه کړ او محکمې هم د عمران خان په وثیقې د خوشي کېدو غوښتنه ونه څېړله.

د ښاغلي خان وکیلان حکومت د عمران خان دوسیو د څېړلو په کار کې په پلمو جوړولو تورنوي.

د عمران خان مدافع وکیل نعیم حیدر پنجوتا وايي: «نن سایفر دوسیه ارزول کېده او ما د ښاغلي خان د وثیقې غوښتنه کړې وه، لکه څنګه چې پوهېږئ، د تېر ځل په شان د قضیې د ځنډولو لپاره پلمې کېږي او نن هم داسې وشول.»

عمران خان د تېرې میاشتې په لومړیو کې د دولتي ډالیو د پلور په دوسیه کې مجرم وګڼل شو او په درې کاله بند محکوم شو. خو د اسلام آباد سترې محکمې د اګست میاشتې په وروستیو کې دا حکم وځنډاوه.

د سایفر دوسیې د څېړلو یوې ځانګړې محکمې حکم وکړ چې عمران خان دې په بند کې وساتل شي.

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند ویاند شیر افضل خان مروت وايي: «که د سوغاتونو د اخیستو قانون دا جرم او سزا ورته ټاکل شوې وای، باید دا جرم ګڼل شوی وای او کس ته سزا ورکول کېدای، خو که تاسو هغه جرم نه دی بللی د څه لپاره یې محاکمه کوئ.»

عمران خان تېر کال دا پټ لیک افشا کړ او امریکا یې تورنه کړه چې د هغه په ګوښه کولو کې یې رول لرلی دی.

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مرستیال شاه محمود قریشي هم د همدې دوسیې په تړاو په بند کې دی.

ټاکل شوې د اسلام آباد ستره محکمه د اکتوبر په دوهمه نېټه یو ځل بیا دا دوسیه وڅېړي.