دغه بانک د چهارشنبې په ورځ د افغانستان د خلکو د سوکالۍ او ژوندانه د ښه کېدو په تېره بیا ښځو او نجونو او همداراز په دې هېواد کې بشري ناورین ته د رسېدنې په موخه د ۴۰۰ میلیون ډالري مرستې خبر ورکړ.
د اسیا پراختیايي بانک افغانستان سره د ۴۰۰ میلیون ډالري مرستې خبر ورکوي.
دغه بانک په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دا مرستې زیانمنوونکو افغانانو په ځانګړې توګه ښځو او نجونو ته ځانګړې شوې دي.
د اسیا پراختیايي بانک وايي، چې دا مرستې به د ملګرو ملتونو له خوا مصرف شي او طالبان به کومه لاسوهنه پکې ونه لري.
د اسیا پراختیايي بانک ټینګار کړی، چې د دې مرستو ۱۰۰ میلیون ډالر به د خوړو نړیوال پروګرام ته ځانګړي شي ترڅو افغانستان کې له څه د پاسه یو میلیون او ۳۰۰ زره تنو سره مرسته وکړي.
تمه کېږي چې ۲۰۰ میلیون ډالر نور به یونیسف ته ورکړل شي، ترڅو په لسو ولایتونو کې تر اووه نیم میلیون زیاتو افغانانو ته مرستې او روغتیايي خدمات ورسوي.