افغانستان

د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیرې د طالبانو له یوه پلاوي سره له نشه‌يي توکو سره د مبارزې په اړه خبرې کړې

د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت چې په قطر کې فعالیت لري شارژدافیرې کرن دېکر وايي چې هغې او همکارانو یې په دوحه کې د طالبانو له یوه پلاوي سره له نشه ‌يي توکو سره د مبارزې په اړه خبرې اترې کړې دي.

هغه په یوه پيغام کې چې تېره شپه یې په ایکس ټولنیزه شبکه کې لیکلی وايي د نشه يي توکو د له منځه وړلو، بدیل کښت او روږدو د درملنې په اړه له طالبانو سره تخنیکي برخو کې خبرې کړې دي.

د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیره وایي: «په دې اړه چې څه ډول نړیواله ټولنه کولای شي مرسته وکړي او له نشه يي توکو سره د مبارزې په ټولو اړخونو کې د افغان مېرمنو رول څومره دی د ننه په افغانستان او له هېواده بهر د افغان کارپوهانو د سپارښتنو اورېدل ډېر ارزښتمن دي. موږ به له دوی پرته بریالي نه شو.»

دېکر ویلي چې نشه يي توکي له دېرې مودې راهیسې د افغانستان د خلکو او نړۍ لپاره یوه انساني او اقتصادي غمیزه ده.

دغې امریکايۍ ديپلوماتې زیاته کړې چې امریکا په لېوالتیا له ملګروملتونو او نورو اړوندو ادارو سره د همکارۍ په تمه ده ترڅو د نشه يي توکو د بلا د له منځه وړلو لپاره د افغانانو له هیلو ملاتړ وکړي.

طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

په افغانستان کې د طالبانو له بیاځلې واکمنېدو وروسته، په هېواد کې د کوکنارو کشت او د نشه يي توکو پېر پلور منع شو.

له بلې خوا، د ملګروملتونو له نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې دفتر رپوټ ورکړی چې د طالبانو له خوا د کوکنارو د کښت له مخنیوي وروسته، په افغانستان کې د متامفتامین قاچاق د زیاتېدو په حال کې دی.