افغانستان

په افغانستان کې د ترهګرو د فعالیت په اړه د ایران او تاجکستان د ولسمشرانو اندېښنه

د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې په څنډه کې د افغانستان د دوو ګاونډیو هېوادونو ایران او تاجکستان د ولسمشرانو لیدنه،

د ایران ولسمشرۍ دفتر ویلي، چې د ایران او تاجکستان ولسمشرانو افغانستان کې د ترهګرو له فعالیته اندېښنه څرګنده کړې او دواړه لوري په افغانستان کې د ثبات راوستلو او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د همغږۍ زیاتولو لپاره د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ ناسته یوه اړتیا ګڼي.

دلته د امریکا په هډسن انستیتوت کې د امریکا د کانګرس غړی مایک والټز هم د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان کې د داعش خراسان څانګې او القاعدې ډلې د فعالیتونو له زیاتېدو اندېښنه څرګندوي او وايي، مقاومت جبهې ته ورته د طالبانو ضد وسله‌والو ځواکونو څخه باید ملاتړ وشي.

د امریکا د کانګرس غړی مایک والټز وایي: «اوس‌ افغانستان کې څه لرو؟ په هر حال موږ له سمندرونو څخه هم لاس‌رسی درلود. موږ هېڅ هم نه لرو. موږ په سیمه کې هېڅ هډه نه لرو. زموږ ځايي ملاتړي اوس‌مهال چې خبرې کوو تر څارنې لاندې دي. موږ د یوه دولت واک نه لرو چې د یو بل ترڅنګ کار وکړي. په رښتیا چې ډېر له خطره ډک وضعیت دی او معلوماتي ټولنه له دې پلوه چې داعش او القاعد پر موږ د برید تابیا لري، درېدلې ده.»

د مقاومت جبهې د بهرنیو اړیکو مسوول هم وايي، تر شلو زیاتې ترهګریزې ډلې په افغانستان کې فعالیت لري او د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان څخه د نړیوالې ترهګرۍ ګواښ لا هم شته. په داسې شرایطو کې چې طالبان د ترهګریزو ډلو له فعالیته انکار کوي او وايي، چې د کوم هېواد پرضد هېڅ ډلې ته د فعالیت اجازه نه ورکوي.

له بلې خوا، د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام ویسټ د پاکستان له موقت د بهرنیو چارو وزیر سره په نیویارک کې کتلي دي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي، دواړو لوریو یوې دوامداره سولې ته د افغانستان د رسېدو لپاره د همکارۍ پر دوام هوکړه کړې ده.