له مرکز اسعد آباد څخه ۶۵ کلیومتره لیرې داسې درې ته ځو چې اوسېدونکي یې په ډېری برخو کې د ژوندانه له لومړنیو امکاناتو بې برخې دي.
د کونړ ولایت د نورګل ولسوالۍ په «ماماګل» دره کې هېڅ مخابراتي شبکه فعالیت نه لري او اوسېدونکي یې وايي په ډېری سیمو کې د پخوا په شان د لیکونو له لېږلو کار اخیستل کېږي.
د کونړ د ماماګل درې اوسېدونکی خان محمد وايي: «په دې ځای کې هېڅ نشته، په تېر حکومت او هم اوسني حکومت کې موږ غوښتنه کړې ترڅو دلته د مخابراتي شبکو ستنې ولګول شي او زموږ مخابراتي ستونزه حل شي او خپل پیغام یوه بل ته ورسوو.»
له دې سره سره، د معیاري روغتیایي مرکزونو او ښوونځیو نه شتون د دې سیمې د اوسېدونکو نورې ستونزې دي.
د کونړ د ماماګل درې اوسېدونکی مستقیم خان وايي: «په سختۍ سره د غر سر ته پورته کېږو او بیا کولای شو له یو بل سره اړیکه ونیسو ځکه دلته مخابراتي شبکې ډېرې کمزورې دي.»
کونړ چې یو غرنی ولایت دی اوسېدونکي یې تل د مخابراتي شبکو د فعالیت په اړه شکایت لري.
د طالبانو د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت سرپرست نجیب الله حقاني وايي: «په روان کال کې په لسمه پروژه کې موږ په افغانستان کې ۴۵۰ سایټونه یا مخابراتي ستنې په پام کې لرو چې په دې کې کونړ هم شامل دی چې کابو شل مخابراتي ستنې ورته په پام کې لرو ترڅو په لیرې پرتو سیمو کې د حکومت یا TDF له بودیجې هغه تمویل کړو نه د مخابراتي شبکو له بودیجې چې ان شاءالله ډېر ژر به تاسو دا اعلان واورئ.»
اټکل کېږي چې دا دره شپږ زره اوسېدونکي لري او د کونړ لیرې پرته سیمه ده چې اوسېدونکي یې وايي مرکزي حکومتونو د دوی ستونزو ته پام نه دی کړی.