افغانستان

د نړۍ له‌خوا په رسمیت پېژندلو په اړه د طالب چارواکو بېلابېل نظرونه

مولوي عبدالکبیر له طالبانو سره د سیاسي تعامل لپاره د یوې ناستې په اړه له یوه «بهرني» وزیر سره د پټو خبرواترو خبره کوي.

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت د درې ورځني سیمینار په یوه برخه کې د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر له یوه بهرني چارواکي سره خپلې پټې خبرې شریکوي؛ له طالبانو سره د سیاسي تعامل په بڼې ناستې په اړه خبرې‌اترې.

طالبان له نړۍ سره د تعامل په اړه ډول ډول نظریات لري؛ لکه څنګه چې سراج‌الدین حقاني ویلي، طالبان د نړۍ له خوا په رسمیت پېژندلو ته اړتیا نه لري، ملا محمد یعقوب ویلي له امریکا سره د رسمیت پېژندلو لپاره خبرې نه کوي، خو د طالبانو سیاسي مرستیال له نړۍ سره د تعامل په اړه د هیله‌مندۍ خبره کوي.

د طالبانو سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وايي: «نړۍ مجبوره ده او هرو مرو راځي له اسلامي امارت (طالبانو) سره تعامل کوي او د موافقت لاس ورکوي؛ بله لار نه لري، څه کوي او له چا سره خبرې کوي، څوک شته چې خبرې وکړي چېرته به خبرې اترې وکړي.»

ځینې سیاسي کارپوهان وايي، د طالبانو له خوا له بشري حقونو سرغړونه، د ترهګرو ډلو کوربتوب او د ټولګډونه حکومت نه جوړېدو له طالبانو سره د نړۍ تعامل ان په لیرې راتلونکي کې هم ناشونی کړی دی.

سیاسي کارپوه ویس ناصري وايي: «د دیپلوماسۍ د چاودنې او ځانمرګو بریدونو برخه نه ده، باید دوی د نړۍ غوښتنې او شرطونه ومني، د بشري حقونو اعلاميه ومني، د ملګروملتونو منشور ومني.»

طالبان په داسې حال کې له نړۍ سره د تعامل په لټه کې دي، چې هره ورځ د نړیوالې ټولنې یوه مهمه غوښتنه چې د ښځو حقونه دي، د سختو محدودیتونو په لګولو سره تر پښو لاندې کوي. په وروستي مورد کې د کانکور په ازموینه کې د ښځو پر ګډون بندیز او د سینګارتونونو تړل.

سینګار کوونکې فاطمه وايي: «دا بندیزونه باید لیرې کړي ترڅو موږ درس ووایو که یې ونه وایو څرنګه به خپل ماشومان ورزو، باید پرېږدي چې درس ووایو او کار وکړو، کله چې موږ ستونزه نه لرو، ولې دوی ستونزې جوړوي.»

د طالبانو له واکمنېدو نږدې دوه کاله کېږی، خو هېڅ هېواد هغوی په رسمیت نه دي پېژندلي او کومه نښه یې هم نه تر سترګو کېږي. امریکا هم ویلي، طالبان تر اوسه له په رسمیت پېژندلو سره ډېر واټن لري.