د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمیټې رییس مایکل مککال یو ځل بیا پر ولسمشر بایډن له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو اړوند مواردو په اړه پر بېخبرۍ تونده نیوکه کړې او ویلي یې دي چې ښاغلی بایډن په واقعیتونو خبر نه دی.
مککال له سياېناېن سره په مرکه کې ویلي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د راپور له مخې امریکا باید د بګرام مرکز نه وای پرېښی؛ هغه ځای چې د ۷ میلیارد ډالرو په ارزښت وسلې پکې پرېښودل شوې او اوس د طالبانو تر کنټرول لاندې دی.
ښاغلي مککال همداراز د القاعدې په تړاو د ښاغلي بایډن د وروستیو څرګندونو په غبرګون ویلي، د هغه لپاره حیرانوونکې ده چې ولسمشر له خپل بهرني سیاست څخه دومره ناخبره دی او «هغه یوازې غواړي د افغانستان موضوع پټه وساتي.»
د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمیټې رییس په وروستیو ورځو کې په اړه چې نور القاعده په افغانستان کې حضور نه لري او امریکا له طالبانو «مرسته» غواړي د ولسمشر بایډن د «غیرمعمولو څرګندونو» په ځواب وویل چې دا څرګندونې له واقعیته لیرې دي.
نوموړي وویل، د بایډن څرګندونې له هغې وروسته شوې چې د ملګروملتونو یوه خپلواک راپور وښودله چې طالبان القاعدې ته میاشتنۍ پیسې ورکوي ترڅو یې د خپلو جنګیالیو لپاره وکاري، د طالبانو دفاع وزارت په ښکاره د القاعدې له روزنیزو کړنلارو کار اخلي او له القاعدې احکام ترلاسه کوي.
مایکل مک کال د ملګروملتونو راپور ته په اشارې سره وویل چې القاعدې په ټول افغانستان کې روزنیز مرکزونه جوړ کړي او یو یې په ځانګړې توګه د ځانمرګو بریدګرو د روزلو لپاره دی.
جوبایډن څو ورځې مخکې د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل: «ټول شواهد د څېړلو په حال کې دي، ستاسو په یاد دي چې د افغانستان په اړه مې څه ویلي و؟ ویل مې باید القاعده هلته نه وي، ومې ویل چې هلته نه وي. ومې ویل له طالبانو مرسته اخلو. اوس څه وشول؟ څه کېږي؟ خپلې رسنۍ وګورۍ، زه په حقه وم.»
د بایډن دا څرګندونې له پراخو غبرګونونو سره مخ شوې.