ورزش

درې لنډ سپورتي خبرونه

د افغانستان او بنګلادېش ترمنځ د کرېکټ لوبه، له منچسټر یونایټد څخه د دوید دخیا تلل او په لندن کې د ټېنس سیالۍ.

د بنګلادېش په وړاندې افغان کرېکټ لوبډلې بریا

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې په دویمه یوه ورځنۍ لوبه کې بنګله‌دېش ته د ۱۴۲ منډو په توپیر ماته ورکړه.

دغه لوبه د شنبې په ورځ د بنګله‌دېش په چتوګرام کې ترسره شوه.

په دې لوبه کې افغانستان بنګله‌دېش ته ۳۳۲ منډې هدف ټاکلی و، چې په پای کې سیالې لوبډلې یوازې ۱۸۹ منډې ترلاسه کړې.

په منچسټر کې د دخیا د حضور پای

ډویډ دخیا له ۱۲ پړاوونو وروسته له منچسټر یونایټډ څخه ولاړ.

د دغه اسپانیايي ګول ساتونکي قرارداد د جون پر ۳۰ له یاد کلب سره پایته ورسېد.

۳۲ کلن دخیا ۱۲ کاله د منچسټر یونایټډ لپارې لوبې وکړې.

د ویمبلډن ټېنس سیالیو دوام

د لندن د ویمبلډون ټنس لوبو په دوام کې تونسۍ اونس جابر د شنبې ورځې په سیالۍ کې کاناډايۍ باینکا انډرېسکو ته په ۳ پر ۶، ۶ پر ۴ او ۶ پر ۳ پایلې سره ماته ورکړه.

ایټالیايي متیو برټیني هم په ۶ پر ۳، ۷ پر ۶ او ۷ پر ۶ پایلې جرمني الکساندر زورف له مخې لیرې کړ او په راتلونکي پړاو کې به د نړۍ له لومړي ټنس لوبغاړي کارلوس الکاراس سره مخامخ شي.

په همدې حال کې یونانی سټفانوس سیټ سیپاس بریالی شو چې صربستاني لاسلو جره ته ماته ورکړي او بلاروسۍ ارینا سابالنکا هم روسۍ انا بلینکووا څخه مخکې شوه.

د نړۍ شپږم نمبر ټنس لوبغاړي جرمني هولګر رون اسپانیايي الخانډرو داوویدویچ ته ماته ورکړه.