ورزش

زابل کې د بایسکل ځغلونې سیالۍ ترسره شوې

نن زابل کې د دغه ولایت د بدني روزنې امریت له خوا د ۳۰ لوبغاړو ترمنځ د بایسکل ځغلونې سیالۍ ترسره شوې.

د زابل د بدني روزنې او ورزش امریت چارواکي وايي، چې د دې سیالیو د لومړي، دوهم، درېیم او څلورم مقام ګټونکو ته ډالۍ، کپونه او مډالونه هم ورکړل شوي دي.

لسګونه زابلي ځوانان د دغه ولایت مرکز کلات کې د بایسکل ځغلونې په موخه د سیالۍ ډګر ته راغلي وو، ترڅو لومړي مقام خپل کړي.

په همدې حال کې د زابل د بدني روزنې امر احمد غلامي وايي، چې دا سیالۍ د بایسکل ځغلونې فدراسیون له لوري په لاره اچول شوې وې او ۳۰ ځوانانو پکې ګډون کړی و.

نوموړی زیاتوي، چې یا دې سیالۍ د سیوري ولسوالۍ له کاټلي سیمي پیل او د مرکز کلات اړوند صحرانې سيمه کې د ۱۷ کيلومتره واټن په وهلو سره پای ته ورسیدې.

غلامي زياتوي: «دا سيالۍ د درېيم ځل لپاره د بايسکل ځغلونې فدراسيون تر چتر لاندي ترسره کېږي. پلان لرو چې په راتلونکو سياليو کې د زابل د ولسواليو ځوانانو ته هم بلنه ورکړو او سترې لوبې په لار واچوو.»

پر همدې مهال زابل کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رييس مولوي رحمت‌الله حماد وايي، چې ترسره شوې سیالۍ د بایسکل ځغلوني فدراسیون په همکاري د ولایت مقام او اطلاعاتو کلتور ریاست په مالي او تخنیکي همکارۍ سره شوې دي.

حماد زياتوي: «د بايسکل ځغلونې سياليو ترڅنګ موږ په نورو برخو کې هم کار کوو، ترڅو ځوانان ورزش ته وهڅوو له ځوانانو غواړو چې زیار وباسي او د هېواد په سطحه ښه مقامونه راوړي.»

بل لور ته د يادو سياليو يو لوبغاړي کريم‌الله له دغو سیالیو خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه، چې باید هر کال په دې ولایت کې دا ډ‌ول لوبې وشي، ترڅو ځوانان ملي سياليو ته لار ومومي.

کريم‌الله زياتوي: «د يادو سياليو په جوړېدو ډېر خوشحاله یو او غوښتنه مو دا ده چې نوري لوبې دې هم جوړي شي ترڅو د هېواد په سطحه ملي لوبو ته لار پيدا کړو.»

د بايسکل ځغلونې د يادو لوبو يو بل لوبغاړی احمد ضيا خپلواک بيا دا ډول لوبې د ځوانانو لپاره ګټورې بولي او زياتوي چې ورزش ځوانان له نشه‌يې توکو ساتي.

احمد ضيا زياتوي: «زه ډېر خوشحاله يم چې يو ځل بيا په دغو سياليو کې ګډون کوم او باور لرم چې لومړی مقام به ترلاسه کوم. ورزش له نشه‌يې توکو سره د مبارزې لار ده‎.»

د یادوني وړ ده، دا سیالۍ په داسې حال کې کيږي تېره ورځ زابل ولایت کې د څلورو ولایتونو ترمنځ د کرېکټ لوبې پای ته ورسېدې.