د طالبانو د بهرنو چارو وزیر امیرخان متقي نن یکشنبې په خوست کې له یوه تفریحي پارک څخه د لیدنې پر مهال په ناڅاپي ډول د خلکو په منځ کې راڅرګند شو.
ښاغلي متقي د استاد حکیم تڼیوال په تفریحي پارک کې له سیلانیانو سره په خبرو کې ویلي خوښ دی، چې لسګونه زره کسان د خوښۍ په فضا کې اختر لمانځي او په ټول افغانستان کې ناوړه امنیتي پیښه نلرو.
متقي ویلي چې اوس د افغانانو د پوښتنې خلک پیدا شوي او د افغانستان اوسنی سیاست د هېچا تر اغېز لاندې نه دی.
ده زیاته کړې: «دا زموږ خپل سیاست دی، په کور د ننه جوړېږي، د خپل قیادت په لارښوونه پرمخ وړل کېږي، افغانستان یو متوازن سیاست غوره کړی، اقتصاد محوره پالیسي پرمخ بیایي، تر څو له تېرو ۴۵ کلنو بدبختو د ابادۍ، سوکالۍ او سیالۍ پر لور ګامونه واخلو.»
ښاغلي متقي ویلي، ۴۰ کاله وروسته په افغانستان کې داسې واکمني راغلې، چې ټول قومونه او هره پرګنه د خوښۍ، امن او ارامۍ احساس پکې کوي.
هغه زیاتوي: «اوس ددې وخت رارسېدلی چې قوم پرستۍ، ډلبازۍ او هر ډول تعصبونه پرېږدو او ټول تر یوه قیادت او بیرغ لاندې لکه څنګه چې متحد یو، همداسې پاتې شو. نن موږ داسې حکومت لرو، چې د نړۍ په هر ګوټ کې څوک بندیان وي، د هغې پوښتنه کیږي. نن زموږ ورځ په دې تېره شوه، چې څنګه له سوډانه ۱۲۰ افغانان چې د سوډان په جګړه کې راګیر دي، په خوندي ډول راوباسو. موږ له دې مخکې په زرګونه افغان بندیان له پاکستان، ایران، ترکیې او سعودي راخلاص کړل.»
متقي پر نړیوالو غږ کړی او ویلي یې دي چې موږ نړۍ ته دا پیغام ورکوو، چې راشئ زموږ ځوانان، پرمختګ، امن او اقتصاد وګورئ چې پر خپل ځان بسیا یو.
دا په داسې حال کې دي چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ د دوه کلونو په تېریدو سره هېڅ هېواد طالبان په رسمیت نه دي پېژندلي او بشري حقونو، د ښځو او لږکیو حقونو ته د بې پامۍ له امله تل له پراخو نیوکو سره مخ دي.
طالبانو په تېرو دوو کلونو کې لسګونه د ښځو حقونو فعالینې، د بشري حقونو دفاع کوونکي او د مخکیني حکومت کارکوونکي نیولي او ځینې یې سخت شکنجه کړي دي.