ورزش

ارجانتین، د فوټبال له شل کلنۍ کم عمره لوبډلو کوربتوب کوي

د فوټبال نړیوال فدراسیون «فیفا» د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې ارجانتین به په راتلونکې میاشت کې له شل کلنۍ کم عمره لوبډلو د سیالیو کوربتوب وکړي.

ټاکل شوې وه دا سیالۍ د اندونیزیا په بېلابېلو ښارونو کې ترسره شي، خو «فیفا» د مارچ په ۲۹مه له هغې وروسته ددې هېواد د کوربتوب حق ترې واخیست چې اندونیزیا د اسراییلو لوبډلې ته په دغو سیالیو کې د ګډون اجازه ورنه کړه.

د ارجانتین د فوټبال ټولنې د اندونیزیا د کوربتوب له لغوه کولو یوه ورځ وروسته د سویلي امریکا د فوټبال کنفډراسیون کانګرس ته د مې میاشتې له شلمې د جون تر یوولسمې پورې د دغو سیالیو د کوربتوب په اړه رسمي وړاندیز ولېږه.

د ارجانتین د اقتصاد وزیر سرجیو ماسا په دې اړه وویل: «موږ په بشپړ ډول د ارجانتین د فوټبال پر ټولنې او ددغو لوبو د پلانولو او ترسره کولو لپاره پر وړتیا باور لرو. موږ د ارجانتین فوټبال لپاره له دې فرصته د ملاتړ په موخه د دولت پر پرېکړې باور لرو او ډاډمن یو چې موږ ارجانتینیان به ښه کوربانه وو. موږ ټول احکام لاسلیک کړي، موږ نړیوال ضمانتونه او تړونونه لاسلیک کړي چې د یوه دولت په توګه یې فیفا له موږ غواړي.»

له بلې خوا، د فیفا رییس جیاني اینفانتینو په یوه اعلامیه کې ویلي چې سږ کال له شل کلنۍ د کم عمره فوټبال سیالۍ په داسې هېواد کې ترسره کېږي چې له فوټبال سره ژوند کوي او ساه کاږي.

فیفا همداراز زیاته کړې چې ددغو سیالیو رسمي پچه اچوونه به د جمعې په ورځ د سویس په زوریخ کې ترسره شي.

ارجانتین په ۲۰۰۱ کال کې له شل کلنۍ کم عمره نړیوال جام کوربه و چې له شپږو اتلولیو څخه یې څلورمه بریا ترلاسه کړه.

دا په داسې حال کې دي چې دا هېواد له اروګوای، چیلي او پاراګوې سره د فوټبال د ۲۰۳۰ نړیوال جام د ګډ کوربتوب په لټه کې دی.