افغانستان

د اختر په درشل کې د کونړ د اوسېدونکو ستونزې

د کونړ ولایت اوسېدونکي په سږنۍ روژه کې د توکو د ګرانۍ او اقتصادي ستونزو له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

ددغه ولایت اوسېدونکي وايي، روانه روژه یې له ګڼو ستونزو سره تېره کړې او د اختر لپاره هم د توکو د پېرلو وس نه لري.

د کونړ اوسېدونکی شفیق الله چې له اتو کلونو راهیسې په اسداباد ښار کې هټۍ لري وايي، د تېرو کلونو په پرتله یې کاروبار خراب شوی او په دې روژه کې یې دومره کار نه دی کړی چې د اختر لپاره خپلې کورنۍ ته توکي پرې وپېري.

نوموړی زیاتوي: «د روژې په تېرو ورځو کې مې دومره پیسي نه دي تر لاسه کړې چې خپلې کورنۍ ته پرې د اختر توکي وپېرم، زما دا کار مخکې ښه و او د کورنۍ ټولې اړتیاوې یې راته پوره کولې خو سږ کال مې هېڅ ګټه نه ده کړې ځکه څوک توکي نه اخلي.»

د دې ولایت یو بل اوسېدونکی غلام الله چې په اسداباد ښار کې پر لاسي کراچۍ وچه مېوه پلوري وایي، په تېرو کلونو کې به یې د اختر په درشل کې کاروبار ښه و او ډېره وچه مېوه به یې پلورله خو سږ کال داسې ښکاري چې ټوله وچه مېوه ورته پاتې کېږي ځکه خلک یې د پېرلو وس نه لري او ډېری ورځې تش جېب کور ته ستنېږي.

هغه زیاتوي، په تېرو اخترونو کې يې کار ښه و او خلکو به ترې ډول ډول وچه مېوه پېرله خو سږ کال داسې ښکاري چې ټوله وچه مېوه راته پاتې کېږي.

نوموړی وايي: «په تېرو کلونو کې به په روژه په تېره بیا د اختر په درشل کې خلکو ډول ډول وچې مېوې پېرلې خو اوس د خلکو اقتصادي وضعیت خراب دی او څوک وچه مېوه نه اخلي له دې امله اندېښنه لرم چې د اختر لپاره به توکي څه ډول برابروم.»

له بلې خوا، د کونړ اوسېدونکي وايي، د طالبانو په واکمنېدو سره یې اقتصادي وضعیت خراب شوی دی.

د دې ولایت اوسېدونکی شاهد الله چې په ښار کې موټر چلوي وايي، بې وزلۍ او وزګارۍ خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

نوموړی زیاتوي: «په دې برخه کې اوسني واکمن ګرم دي چې خلکو ته د کار زمینه نه برابروي او همداراز د مرستندویه ادارو له خوا هم د مرستو بهیر ټکنی شوی چې د خلکو ژوند یې له ستونزو سره مخ کړی دی.»

د کونړ ولایت اوسېدونکي وايي، د وزګارۍ او اقتصادي ستونزو له امله نه شي کولای د تېرو کلونو په شان د اختر لپاره تیاری ونیسي او خپلو ماشومانو او د کورنۍ نورو غړو ته جامي او وچه مېوه وپېري.

نړیوالې مرستندویه ادارې هم وایي، چې په افغانستان کې د روان وضعیت له امله د بېوزلۍ کچه په پراخېدو ده.

په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام هم څه موده مخکې ویلي و، چې که دغه سازمان خپله غوښتل شوې ۹۰ میلیون ډالره بودیجه ژر ترلاسه نه کړي نو په راتلونکي کې به ۹ میلیونه افغانان له مرستو بې برخې شي.

له بلې خوا، د ملګروملتونو سازمان د بشردوستانه چارو د همغږۍ ادارې (اوچا) د راپور له مخې، په افغانستان کې کابو شل میلیونه وګړي له سختې لوږې سره مخ دي چې له دې جملې شپږ میلیونه قحطۍ ته یو ګام واټن لري.

د دغه راپور پر بنسټ چې د «ریلیف وب» په وېبپاڼه کې خپور شوی، ښايي کابو ۸۷۵ زره ماشومان په ۲۰۲۳ میلادي کال کې له سختې خوارځواکۍ او ۲،۳ میلیونه ماشومان او همداراز ۸۴۰ زره ښځې له منځنۍ ځوارځواکۍ سره مخ شي.

اوچا زیاتوي که افغانستان د درېیم کال لپاره له وچکالۍ سره مخ شي، ښايي چې د تغذیې اړوند وضعیت شل سلنه نور هم خراب شي.