ورزش

په خوست کې د لومړي ځل لپاره د فوتسال سیالیو ترسره کېدل

په خوست کې د لومړي ځل لپاره د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د فوتسال د «رمضان جام» په نوم شپېنۍ سیالۍ ترسره شوې، چې د اریانا کلب په اتلوالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو په وروستۍ لوبه کې اریانا کلب د ګربزو منتخب کلب ته د ۵- ۴ په پایلې سره ماتې ورکړه او لومړی مقام یې خپل کړ چې په همدې ډول اریانا کلب د نوموړو سیالیو لومړی، د ګربزو منتخب کلب دویم او غرغښت کلب دریم مقامونه خپل کړل.

د فوتسال لوبغاړي په خوست کې ددغې لوبې د لا پرمختګ او مسلکي کېدو ترڅنګ له مسوولینو د مناسبو امکاناتو او په راتلونکې کې په  کورنیو او بهرنیو سیالیو کې د ګډون غوښتنه کوي.

د آریانا کلب لوبغاړی عمر وايي: «موږ له مسوولینو هیله لرو، چې همداسې نورې سیالۍ هم ترسره کړي، تر څو په خوست کې دا لوبه لا پرمختګ وکړي، دا چې اوس د هېواد په کچه د خوست د فوتسال منتخبه لوبډله نه لرو، نو دا ډول لوبې به د دې لامل شي چې ملي لوبډلې ته لوبغاړي لاره پیدا کړي او خوست هم یوه منتخبه لوبډله ولري.»

د فوتسال یو بل لوبغاړی رفیق الله وايي: «موږ د فوتسال لوبې لپاره مناسب لوبغالی نه لرو، اوس هم دا لوبې د باسکتبال په لوبغالي کې کوو، هیله لرو چې یوه ورځ له خوسته بهر د ولایتي او ملي لوبډلو په استازیتوب ولوبېږو.»

په ورته وخت کې په خوست کې د سپورت مینه وال ددغو لوبې زیاتېدو ته خوښ دي او هیله څرګندوي چې په دې سره به د دغه ولایت لوبغاړي په ملي کچه سیالیو کې هم ګډون وکړي.

عبدالفتاح واکمن چې په خوست کې د المپیک ټولې لوبې څاري او خپله هم د فوټبال غوره لوبغاړی دی وايي: «د رمضان په میاشت کې د لومړي ځل لپاره په دومره لېوالتیا سیالۍ د ستاینې وړ دي، خو تر ټولو مهمه خبره دا ده چې ددغو لوبو غوره لوبغاړي به په راتلونکي کې د زونونو او په ملي کچه سیالیو کې برخه واخلي.»

په خوست کې د فوتسال لوبې مسوولین وايي، چې دې لوبې د تمې خلاف زیات مینه وال پیدا کړي او هڅه کوي چې ددغو سیالیو د لا معیاري کېدو لپاره کار وکړي.

نوموړی د فوتسال لوبې پر وړاندې ستونزې مني او وايي، په دې برخه کې مرستې ته اړتیا لري.

هغه زیاتوي: «د فوټسال جمنازیوم  په تقریبي ډول ۳۵ میلیونه افغانیو ته اړتیا لري، دا اوسنی لوبغالی د باسکټبال دی، له لوړ پوړو چارواکو غواړو چې په خوست کې د فوتسال لوبغالي په جوړولو کې راسره مرسته وکړي.»

که څه هم ددغو سیالیو موخه د روژې په میاشت کې خلکو ته د نندارې فرصت او په ولایتي، سیمه ییزه او ملي کچه د لوبغاړو په ګوته کول ښودل شوي خو په لومړي ځل په خوست کې د فوتسال لوبې ترسره کېدو او لېوالیتا خلک حیران کړي دي.