افغانستان

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د سمرقند په ناسته کې د ګډون په موخه ازبکستان ته ولاړ

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي به د ازبکستان په سمرقند ښار کې په ناسته کې ګډون وکړي چې د پنجشنبې په ورځ جوړېږي او ددې ناستې په څنډه کې به د سیمې د یو شمېر هېوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو سره وګوري.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن پنجشنبې په یوه ټویټ کې په هغه ناسته کې چې ایران، پاکستان، چین، روسیه، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان په ګډون جوړېږي د متقي ګډون تایید کړ.

دا په داسې حال کې دي چې په تېرو ورځو کې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت تایید کړه چې د سمرقند په ناسته کې به د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګئي لاوروف هم ګډون وکړي.

ددې ناستې موخه، د افغانستان د سیاسي مسایلو د اواري لپاره د هڅو څېړل او په دې هېواد کې د انساني، ټولنیز او اقتصادي وضعیت ارزول بلل شوي دي.

تېره اونۍ د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې امنیتي ننګونو، د ترهګرو فعالیتونو او نشه یي توکو تولید ته په پام سره له ترهګرۍ او نشه يي توکو سره د مبارزې لپاره د هڅو د همغږۍ پر اهمیت ټینګار وکړ.

د ایران، چین، روسیې او پاکستان دوهمه څلور اړخیزه ناسته

نن سهار د ایران د ایران، روسیې او چین د بهرنیو چارو وزیرانو او د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت سلاکار وزیرې د افغانستان په هکله د دوهمې څلور اړخیزې ناستې د ترسره کولو په موخه له یو بل سره خبرې اترې وکړې.

په دغه ناسته کې حسین امیرعبداللهیان، سرگئي لاوروف، چین گانگ او حنا رباني ګډون لري.