افغانستان

نرګس سادات او زکریا اصولي د طالبانو له بنده خوشي شول

د معترضو مېرمنو غورځنګ د طالبانو له بنده د ښځو د مشرتابه شورا د غړې نرګس سادات د خوشي کېدو خبر ورکړ.

دغه غورځنګ وايي چې طالبانو مېرمن سادات نن دوشنبې له غرمې وروسته له بنده خوشې کړه.

د معترضو مېرمنو غورځنګ وايي چې طالبانو نرګس سادات په ضمانت خوشې کړې خو ټولې کورنۍ ته یې ویلي چې له هېچا یا رسنۍ سره د نیول کېدو د څرنګوالي او خوشي کېدو په اړه خبرې ونه کړي.

دغه غورځنګ وايي چې یو شمېر قومي مشرانو هم د نرګس سادات د خوشي کولو لپاره خبرې کړې وې.

د معترضو مېرمنو غورځنګ یکشنبې د وري په شلمه د طالبانو د استخباراتو په څلوېښتم ریاست کې د «متقدرو مېرمنو» د مشرتابه شورا د غړې نرګس سادات د شکنجې خبر ورکړی و او ټینګار یې کړی، هغه په داسې حال کې چې ناروغه ده شکنجه شوې.

د مقتدرو مېرمنو غورځنګ اصلي بنسټ اېښودونکې مونسه مبارز؛ چې له نږدې یې د نرګس سادات وضعیت تعقیب کړی، ویلي و چې د مېرمن سادات لاسونه او پښې «تور» او «تڼاکې» شوي او په ناوړه وضعیت کې ژوند کوي.

د مېرمن مبارز په وینا، نرګس سادات نسايي ناروغي لري او روغتیايي وضعیت یې سخت خراب دی.

د معترضو مېرمنو دا غړې وايي چې تر دوو اونیو مخکې وخت پورې طالبانو نرګس سادات په انفرادي زندان کې بندي کړې وه. خو له دوو اونیو راهیسې له یوې ښځې سره چې له داعش سره د همکارۍ په تور بندي شوې وه، د طالبانو د استخباراتو په یوه کوټه کې بندي وه.

د مېرمن مبارز په وینا طالبانو داعشي مېرمنو ته ویلي و: «نرګس سادات یوه شیعه ده او تاسو چې شیعه وګړي وژنئ، نرګس ووژنئ.»

د معترضو مېرمنو غورځنګ په وینا، طالبانو د افغانستان د مقتدرو مېرمنو د مشرتابه شورا غړې نرګس سادات د سلواغې په ۲۲مه نېټه هغه مهال ونیوله چې ناروغه او روغتون ته روانه وه.

له بلې خوا، زکریا اصولي چې کابو دوې نیمې میاشتې د طالبانو په زندان کې و، نن دوشنبې د وري په ۲۱مه له بنده خوشی شو.

د زکریا اصولي ورور شاهپور بخشي له امو سره په خبرو کې تایید کړه چې ورور یې له بنده خوشی او له غرمې وروسته کور ته راستون شو.

هغه وویل: «۸۲ ورځې په زندان کې و او نن کور ته راستون شو.»

د زکریا ورور د هغه د نیولو او آزادۍ په اړه جزییات ورنه کړل.

طالبانو د دغو دوو تنو د نیولو او آزادۍ په اړه هېڅ رسمی نظر نه دی ورکړی.

د معترضو مېرمنو غورځنګ یوه غړې نوریه امیري د بشري حقونو له دفاع کوونکو بنسټونو غواړي چې د ټولو هغو کسانو د خوشي کېدو لپاره چې د طالبانو په بند کې دي هڅې وکړي.

له بلې خوا د زده کړو د حقونو یوه فعاله ډله چې د عطاالله ویسا د خوشي کولو لپاره هڅه کوي وايي طالبانو عطا الله ویسا په زندان کې شکنجه کړی دی.

د محلي سندرغاړي موسی شاهین کورنۍ هم چې کابو دوې میاشتې مخکې د طالبانو له خوا د کابل په خیرخانې سیمه کې ونیول شو، د هغه د ناوړه روغتیايي وضعیت خبره کوي.

طالبانو د مطیع الله ویسا نیول کېدل تایید کړي، خو د موسی شاهین په اړه یې څه نه دي ویلي.

د معترضو مېرمنو غورځنګ یو شمېر غړې وايي، طالبانو معترضې مېرمنې چې له دې مخکې نیول شوې او بندي کړې یې وې، د پیسو په بدل کې یې له بنده خوشې کړې دي.