ورزش

د بریتانیا د فوټبال په غوره لیګ سیالیو کې د آرسنال او لېورپول مساوي کېدل

لېورپول لوبډله د بریتانیا د غوره لیګ په حساسه لوبه کې وتوانېده چې د ۲- ۲ په مساوي سره ارسنال ودروي.

ارسنال تراوسه اوه پرلپسې بریاوې لرلې او د یکشنبې ورځې لوبه په انقیلنډ کې د ارسنال په کور کې وشوه چې دا لوبډله وتوانېده اتم ځل بری ترلاسه کړي.

د تېرو کلونو خلاف لېورپول لوبډله د بریتانیا لیګ د اتلولۍ ادعا نه لري.

ارسنال لوبه ښه پيل کړه او ګابریل مارتینلي وتوانېده چې په اتمه دقیقه کې ګول ووهي.

په ۲۸مه دقیقه کې ګابریل مارتینلي د ګابریلل جیس لپاره فرصت برابر کړ او یو ځل بیا ددې لوبډلې په ګټه ګول ووهل شو.

د ارسنال لوبډلې لوبډلمشر د پایلې په اړه وویل: «دوو نیمايي ته په پام سره پایله عادلانه ده، تاسو باید له هغې درس واخلئ، لکه څنګه مو چې به لومړۍ نیمایي کې لوبه وکړه باید هماغسې مو دوام ورکړی وای.»

له بلې خوا، لېورپول هم پر ارسنال فشار زیات کړ ترڅو پرې وهل شوي ګولونه جبران کړي.

د لیورپول لوبغاړي محمد صلاح په ۴۲ دقیقه کې لومړی ګول وواهه او لومړۍ نیمایي د ۱- ۲ پایلې سره د ارسنال په ګټه پای ته ورسېده.

په ۵۲ دقیقو کې پنالتي د لیورپول په ګټه اعلان شوه خو محمد صلاح ونه توانېده چې دا فرصت د دوهم ګول لپاره وکاروي او توپ یې له ګول بهر ته وواهه.

په دې توګه، روبرتو فیرمینو په ۸۷ دقیقه کې د لېورپول دوهم ګول ووایه او لوبه ۲ – ۲ پایلې سره پای ته ورسېده.

د لېورپول سرروزونکي یورګن کلوپ وویل: «کله چې له لوبې وروسته لوبغالي ته ورغلم پوښتنه مې په ذهن کې راغله چې څه ډول واتېږو لوبه وګټو؟ خو ونه شوه، له دې امله خبره همدلته ده او ستونزه هم نشته او هو زه وایم چې دا په سمه لاره یو بل ګام دی.»

ارسنال لوبډله د ۷۳ امتیازونو په لرلو د بریتانیا د غوره لیګ په سر کې دی او لېورپول د ۴۴ امتیازونو په اخیستو اتم ځای لري.