Uncategorized @ps ورزش

خوست کې د کرېکټ د روژې جام دویم پړاو سیالۍ پيل شوې

په خوست کې د ډيوه ګروپ لس اوريز کرکټ رمضان ليګ دويم پړاو پيل شو چې شل ورځې به دوام وکړي.

دغه ليګ چې تېره ورځ  پیل شو، ۱۶ لوبډلو په کې برخه اخيستې چې د کرکټ ملي لوبډلې، ۱۹ کلنو، ايمرجن او الف لوبډلو يو شمېر لوبغاړي هم په کې ګډون لري.

د ډيوه ګروپ رمضان لس اوريز کرکټ ليګ مسوولین وايي چې د کرکټ د ودې او لا پرمختګ  ترڅنګ  یې ددغه سیالیو څخه موخه د غوره استعدادونو او لوبغاړو پېژندنه ده.

 ددغه لیګ مسوول جهاد سنګین وايي: «دغه رمضان ليګ چې خوست کې پيل شوی، ۱۶ لوبډلې په کې دي، په دې کې مو څلور ګروپونه جوړ کړي، هره لوبډله به په خپل ګروپ کې درې لوبې کوي او وروسته به دوه مخکښې لوبډلې کواټر فاينل ته ځي او سيمې فاينل لوبې به کوي او بيا به فاينل لوبه وي.»

له بلې خوا، د کرېکټ لوبغاړي دا سیالۍ د دوی د وړتیاوو د لوړولو په برخه کې ګټورې بولي او د دا ډول سیالیو د زیاتونو غوښتنه کوي.

د کرېکټ لوبغاوی اضغر اتل چې د کورني کرېکټ په ډېرو لیګونو کې یې برخه اخیستې وايي: «دا ډول سیالۍ دا د نویو او هغو لوبغاړو لپاره چې مسلکي کرېکټ کوي، د دوی د تجربو په لوړولو کې مرسته کوي، ځکه په دې کې د ملي لوبډلې او کورني کرېکټ زیات شمېر لوبغاړي ګډون لري او دا د لوبغاړو لپاره غوره فرصت دی.»

یو لوبغاړی عبدالمنان بیا د ملي لوبډلې ترڅنګ په هېواد کې د کرېکټ د نویو لوبغاړو ځلېدو ته هیله من دی او وايي، دا چاره به ددې لامل شي، چې دوی په کرېکټ کې نورې تجربې هم ترلاسه کړي.

د دغو لوبو بل لوبغاړی حسیب الله لکڼوال هم وايي، چې د روژې په میاشت کې د دا ډول سیالیو جوړول، د دوی نیمګړتیاوې له منځه وړي.

لکڼوال زیاتوي، په دې لیګ کې به د ملي لوبډلې او د کرېکټ له زیات شمېر لوبغاړو سره د دوی وړتیاوې لازیاتې شي او له مسوولینو او غواړي چې د نویو او تجربه لرونکو لوبغاړو ترمنځ دا ډول سیالۍ زیاتې کړي.

په خوست کې د کرېکټ بورډ سیمه ییز مسوولین بیا د لوبغاړو لپاره دا ډول تجارتي سیالۍ په اقتصادي برخه کې مهمې بولي او زیاتوي چې دا سیالۍ له دوی سره د نویو لوبغاړو په غوراوي او د لوبغاړو په ځلیده کې مرسته کوي.

په خوست کې د کرېکټ بورډ ادارې مطبوعاتي مسوول اکبرعلي سمون وايي: «ددې لپاره چې لوبغاړي په روژه کې هم لوبې او تمرین وکړي او خپلو راتلونکو لوبو ته چمتو شي، د دوی د اقتصادي ودې لپاره کار کیږي، ځوان استعدادونه پکې راځلېږي او تر ټولو ښه دا چې د خلکو د تفرېح او بوختیا زمینه برابره شوې.»

د یادونې وړ ده، چې په دغه لیګ کې د هېواد نوموتی شاعر پير محمد کاروان او د ملي لوبډلې مخکينی لوبغاړی نورعلي ځدراڼ د سفيرانو په توګه نومول شوي دي.