افغانستان

غزني او بدخشان کې د دوو چاودنو له امله د درېیو ماشومانو مړینه

غزني او بدخشان ولایتونو کې دوو چاودنو د درېیو ماشومانو ژوند واخیست او لږترلږه ۹ تنه یې ټپیان کړل.

د طالبانو تر ادارې لاندې د غزني ولایت روغتیایي مسوولین وایي، چې د دغه ولایت د واغظ ولسوالۍ په چهارده سیمه کې چهارشنبه ماښام د ۱۴۰۲ هجري لمریز کال د وري میاشتې پر دویمه نېټه چاودنې د یوه ماشوم ژوند واخیست او څلور نور ماشومان او یوه ښځه یې ټپیان کړل.

دغو مسوولینو ویلي، چې چاودنه د یوې سرګلولې له امله وه.

غزني کې د طالبانو د عامې روغتیا رییس رسول خان نظري وویل، دغه ماشومان د غزني د واغظ ولسوالۍ په چهارده سیمه کې په لوبو بوخت وو او یوه ناچاودلې سرګلوله یې پیدا کړه او کور ته یې یووړه.

د هغه په وینا، سرګلوله د دغو ماشومانو په کور کې چاودلې او د یوه ماشوم د مړه کېدو او د پنځو ماشومانو او د هغوی د مور د ټپي کېدو لامل شوه.

دغه ډاکتر وايي، چې ټپیان له واغظ ولسوالۍ د غزني ولایت مرکز ته لېږدول شوي او تر درملنې لاندې دي.

ښاغلی رسول خان وایي، چې د دوو ماشومانو وضعیت نازک دی خو درې نور ماشومان او مور یې ښه وضعیت لري.

بدخشان ولایت کې هم طالب چارواکي د یوې سرګلولې د چاودنې له امله د دوو ماشومانو د مړینې خبر ورکوي.

هغوی وایي، چې ماشومانو یوه ناچاودلې سرګلوله موندلې او لوبې یې پرې کولې چې چاودنه یې وکړه.

د چاودنې له امله د یوې کورنۍ دوه ماشومان مړه شوي او ۵ نور ماشومان هم ټپیان دي. دغه پېښه د بدخشان په تګاب ولسوالۍ کې شوې ده.

افغانستان کې ناچاودي چاودېدونکي توکي تل ماشومان او د هېواد وګړي قرباني اخلي.