د بشر حقونو د څار نړيوال سازمان متحده عربي امارتو کې د هغو دوه زره او ۴۰۰ تر دوه زره او ۷۰۰ افغان پناه غوښتونکو، چې له ۱۵ مياشتو راهيسې دغلته دېره دي د چټکې ازادۍ غوښتنه کړې. د دغه نړيوال بشري بنسټ په وینا، هغه افغان پناه غوښتونکي، چې د کابل له سقوط وروسته متحده عربي اماراتو ته تللي په «د خپلسري نیونو» په ډول ژوند کوي.
د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان په چټکه توګه د دغو افغان پناه غوښتونکو د ازادولو غوښتنه کړې ده «د پناه غوښتونکو لپاره باید عادلانه او اغېزمنې تګلارې چمتو شي، ترڅو د دوی حالت معلوم او ورته د خونديتابه اړتیاوې برابرې شي.»
د مخکیني دولت له سقوط او د طالبانو له واکمنېدو وروسته، بهرنیو دولتونو لسګونه تنه له افغانستانه وایستل. ډېری دا کسان په چارتر الوتنو کې له هېواده ووتل. زرګونه تنه د متحده عربي اماراتو ابوظبي ته ولېږدول شول او په دې هېواد کې د لېږدولو په تمه دي.
زرګونه تنه له دې هېواده امریکا او کاناډا ته لېږدول شوي، خو لا هم له ۲۴۰۰ تر ۲۷۰۰ کډوال په دغه پنډغالي کې له بې برخلیکه وضعیت سره مخ دي.
په متحده عربي اماراتو کې د بشري حقونو د څار بنسټ جوی شي په یوه خبرپاڼه کې ویلي: «امارتي چارواکو زرګونه افغان پناه غوښتونکي د څه د پاسه ۱۵ میاشتو لپاره په سختو شرایطو کې له کومې هیلې پرته زنداني کړي دي.»
شي ویلي: «له هغه زیات رواني زیان وروسته چې له افغانستانه د تېښتې پرمهال یې لیدلی، اوس په متحده عربي اماراتو کې د بې برخلیکۍ وضعیت له تېرولو وروسته، له لازیات رواني زیان سره مخ دي.»
له بلې خوا، پناه غوښتونکي ویلي چې د دوی پر ګرځېدو د محدودیت ترڅنګ، د دوی د پناه غوښتنې عادلانه، اغېزناک او قانوني پناه ورکولو وضعیت له نه لاسرسي سره مخ دي. حقوقي سلاکار ته نه لاسرسی او د دوی د ماشومانو لپاره د زده کړو زمینې نه برابرېدل هغه موارد دي چې دوی ورسره مخ دي.
دوی زیاته کړې چې رواني او ټولنیز ملاتړ ته لاسرسی نه لري او ډېری لویان او ماشومان د اندېښو او نورو ستونزو له امله کړېږي. سربېره پر دې، دغو بندیانو له حده زیاتې ګڼې ګوڼې، د بېخ بنسټونو تخریب او حشرانو زیاتوالي ته په اشارې سره ویلي د دوی لپاره د ژوندانه شرایط خراب شوي دي.
یوه افغان پناه غوښتونکي د بشري حقونو د څار بنسټ ته ویلي چې دغه پنډغالی د یوه زندان په شان دی. یو بل کډوال د خپل ناڅرګند برخلیک په اړه د ناهیلۍ په څرګندولو سره ویلي: «لویه ستونزه دا ده چې موږ په خپل راتلونکي نه پوهېږو او هدف مو روښانه نه دی.»
د اماراتو دولت دوې مجتمع چې څو ودانۍ پکې دي د افغانانو د لنډمهاله استوګنې لپاره ورکړي ترڅو په نورو هېوادونو کې د هغوی د مېشت کېدو په اړه تصمیم ونیول شي. خو کډوالو ټینګار کړی چې دوی له دې مجتمع د وتلو اجازه نه لري.
د بشر حقونو د څار سازمان ویلی: «پناه غوښتونکي روغتون ته د تګ اجازه نه لري او ددغو ودانیو د ساتونکو له سخت څار لاندې دي، دوی وایي وروستۍ ځل، چې په ډله یيزه توګه دوی بهر د سودا لپاره واېستل شول هم د امنیتي کسانو له سخت څار لاندې وو.»
دغه بنسټ زياته کړې: «مرکه شویو کسانو ویلي، چې امنیتي ساتونکي د دوی په ودانیو او سالونونو کې ځای پر ځای شوي او په ټولو سيمو کې امنیتي کېمرې لګول شوې او دوی ته د ننه په ودانیو کې هم د ازاد تګ راتګ اجازه نه ورکول کیږي.»
کمو حقونو ته لاسرسی
پناه غوښتونکوهمداراز ویلي، چې په امريکا کې د مېشتېدو په لړ کې «د عربي اماراتو دولت لخوا زموږ هڅي د امريکا د کونسلګرۍ له خوا محدودې شوې دي.»
هیومن رایټس واچ وايي، د متحده عربي اماراتو د کورنیو او بهرنیو چارو وزارتونو په دې اړه د تبصرې لپاره غوښتنو ته ځواب نهدی ویلی، خو د امریکا د بهرنیوچارو د وزارت هغې څانګې چې د کډوالو مسایل سمبالوي د بشري حقونو دې مدافع ډلې ته ویلي چې امریکا ته د تلو په شرایطو له برابرو افغانانو سره مرستې ته ژمنه ده.
د بشر حقونو د څار نړيوال سازمان په ټینګار سره ویلي: «باید د اداري چارو په موخه نړيوال د پناه غوښتني او کډوالۍ اصول تر پښو لاندې نه کړي او پناه غوښتونکي زنداني نه کړي، خو یوازې په هغه صورت کې چې کوم مشروع هدف ولري.»
دغه سازمان ویلي، چې د ابوظبۍ بشردوستانه کمپ د افغان پناه غوښتونکو زندان دی.
دغه سازمان په چټکه توګه ابوظبي کې زنداني افغان پناه غوښتونکو د آزادېدو غوښتنه کړې ده.
اصلي اندېښنې
پناه غوښتونکو خپله اصلي اندېښنه حقوقي سلاکار ته نه لاسرسی، د بچیانو لپاره یې د زده کړو زمینې نه برابرېدل او د امنیتي موخو لپاره د کوټو د دروازو د کیليو د نشتوالي یادونه کړې ده.
دوی ویلي، که څه هم د خپلې استوګنې په سیمه کې روغتیايي خدماتو ته لاسرسي لري؛ خو اوږدمهاله روغتیايي اړتیاوو په تېره بیا هغه ناروغۍ چې تخصصي پالنې ته اړتیا لري له ستونزو سره مخ دي.
یو افغان پناه غوښتونکی وایي: «روغتیايي خدمات خراب شوي، له دې مخکې به یې د اړتیا پرمهال ناروغان روغتون ته بېول خو اوس یوازې په بیرنیو حالاتو کې ناروغان له پنډغالي بهر روغتونونو ته لېږدوي.»
د تېر کال د اکتوبر په اوولسمه، د افغانستان د سترې مخکې پخوانی قاضي سید یوسف حلیم د لمانځه پرمهال د زړه د حملې له امله مړ شو.
یوه کس چې هغه یې پېژانده د بشري حقونو د څار بنسټ ته ویلي: «نوموړی یوازې او خواشینی و، یو کال له کورنۍ پرته دلته اوسېده.»
له بلې خوا، ډېری پناه غوښتونکي له رواني ستونزو سره مخ شوی او له سختې اندېښنې کړېږي.
د بشري حقونو د څار بنست ویلي چې لږترلږه یوه تن په دغه کمېپ کې د ځانوژنې هڅه کړې ده. دغه روغتون ته لېږدول شوی او وروسته دغه ځای ته بېرته ورستون کړای شوی دی.
د بشري حقونو د څار بنسټ ټینګار کړی: «هغه تراوسه هم له رواني ستونزو کړېږي.»
د پناه غوښتنې وضعیت
د امریکا دولت د ۲۰۲۲ کال تر سپتمبر میاشتې کابو ۸۸ زره او ۵۰۰ تنه په دغه هېواد کې مېشت کړل. تراوسه هم زرګونه کسان په یو شمېر نورو هېوادونو کې د لېږد په تمه لالهانده دي.
د بشري حقونو د څار بنسټ رپوټ ورکړی، ډېری پناه غوښتونکي چې د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې وروسته متحده عربي اماراتو ته لېږدول شوي، له بې برخلیک وضعیت سره مخ دي او هېڅ تضمین نشته چې دوی دې به امریکا ته ولېږدول شي.