ورزش

د بغلان ولایت د ۱۴ ولسوالیو غېږنیونکو په دهنه غوري کې سیالۍ وکړې

غېږنيونه زموږ د هېواد یوه لرغونې لوبه ده او کله چې د پهلوانۍ خبره کېږي نو د رستم او سهراب کیسې د خلکو ذهنونو ته راځي.

که څه هم دا لوبه په تېرو شلو کلونو کې د نا امنیو او جګړو له امله له خلکو هېره شوې وه، خو اوس کرار کرار خلکو ورته پام اړولی او د هېواد له ډېری ولایتونو څخه د دې سپورت ښکلې ننداره په ټولنیزو رسنیو کې لیدل کېږي.

د دغې لوبي د راژوندي کولو په موخه د بغلان ولایت د دهنه غوري ولسوالۍ د غیږ نیوونکو له ډلې یوه تن په زړه پورې سیالي په لاره اچولې او د دغه ولایت له ټولو ولسوالیو یې لوبغاړي او پهلوانان رابللي دي.

پهلوان عبدالکریم د دې کار د موخې په اړه وايي: د دغو سیالیو ټول لګښت مې په خپله ورکړی ترڅو دغه لوبه چې د هېواد په اصلي فرهنګ کې ریښې لري،  بیا راژوندۍ شي، کله مو چې دا کار پیل کړ، زرګونه کسان یې د لیدلو لپاره راغلل.

له ماشومانو نیولې تر بوډاګانو د دغو سیالیو نندارچیان، د سیالیو ځای ته ورغلي چې څو شېبې له ستونزو لیرې او دا په زړه پورې لوبې له نږدې وویني.

فيروز محمد پهلوان چې له جلګې ولسوالۍ څخه راغلى وايي، دا زموږ یو لرغونی کلتور دی او ډېر مينه‌وال لري.

په دغو سياليو کې پر ماشومانو سربېره، ځوانانو، او سپين ږيرو هم سره سيالۍ وکړې.

د بغلان د خلکو د تود هرکلي همدا لامل دی، چې غېږنيونه د هېواد په تاریخ او کلتور کې ریښې لري او له یو څخه بل نسل ته لېږدول شوې او تر ننه لاهم ډېر پلویان لري.

په غېږ نيونه کې لوبغاړي ځانګړې جامې اغوندي او په کمربند یا رومال سره ملا کلکه تړي وروسته د لوبې ډګر ته ورځي.

غېږنيونه د یونسکو لخوا په نړۍ کې د پخوانیو لوبو په توګه په رسمیت پېژندل شوې ده.

غېږنيونه په دوه درې دقیقه‌یي پړاوونو کې چې په منځ کې یې د ۳۰ ثانیې دمه ده، ترسره کېږي.

په غېږنيونه کې، مخالف لوری ځمکې ته کښته کول دوه نمرې لري او له کرښې د سیال لوبغاړي د پښې ایستل یوه نمره لري.

غېږنيونه د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې اوږده مخينه لري. په اصل کې له هېواد او ځمکنۍ بشپړتیا د دفاع لپاره په ټولنو کې شهرت لري.

په پخوانیو وختونو کې د امنیت د خوندیتوب مسوولیت هم پهلوانانو پر غاړه و، خو د وخت په تېرېدو او د جنګي وسایلو په رامنځته کېدو سره د جګړې په ډګرونو کې د جنګیالیو اهمیت هم کرار کرار کم شو او بیا نو غېزنیونکو د جګړې په ډګرونو کې رول نه درلود.

له همدې امله، له هغې وروسته غېږنيونه په خلکو کې د یوه ورزش په توګه دود شوه او له هغه وخت راهیسې زیات شمېر غېږنیونکي راغلي او تللي دي.