افغانستان

د طالبانو له خوا د کورنیو معلوماتو د ثبتولو پاڼو له وېشلو د بلخ د اوسېدونکو اندېښنه

له څو ورځو راهیسې، طالبانو د مزارشریف ښار په بېلابېلو برخو کې د کورنیو د معلوماتو د لیکلو پاڼو (فورمو) وېشل پيل کړي چې د دې ښار د اوسېدونکو اندېښنې یې راپارولې دي.

په وېشل شویو پاڼو کې دوه جدولونه دي چې په هغې کې له کورنیو غوښتل شوي د غړو شمېر، نوم، پخوانۍ او اوسنۍ دندې، مدني حالت، د زده کړو کچه، د اړیکې شمېره، د تذکرې نمبر او داسې نور معالومات ولیکي.

د بلخ ولایت اوسېدونکي په دې اړه د اندېښنې په څرګندولو سره وایي چې طالبان د امنیت د ټینګښت په پلمه د کورنیو د غړو په اړه د مالوماتو په راټولولو، له دغو مالوماتو سیاسي ګټه پورته کوي.

دوی همداراز دا احتمال ورکوي چې ښايي دا کار د ځوانو نجونو او هلکانو د نوملړ برابرولو په موخه شوی وي او دوی اندېښمن دي چې طالبان یې زامن په جبري توګه په دې ډله کې شامل کړي یا یې هم لوڼې په زور د ځانونو لپاره نکاح کړي.

د مزارشریف ښار د ایشاني کارتې اوسېدونکی محمد الله وايي چې کابو څلور میاشتې مخکې یې هم په شخصي ځانګړتیاوو سره یوه پاڼه ډکه کړې وه چې په هغې کې یوازې د کورنۍ د غړو او موټر د ډول په اړه پوښتنه شوې وه.

خو اوس هغه مالومات چې په دې پاڼه کې ترې غوښتل شوي، هغه یې اندېښمن کړی دی. نوموړی وایي: «زه نه شم کولای خپلې لوڼې په فورمه کې ولیکم.»

د مزارشریف ښار د چغدک سیمې اوسېدونکې روشن چې د بلخ پوهنتون د اقتصاد پوهنځي د دوهم کال محصله وه د طالبانو په فرمان سره په کور ناسته ده.

هغه وایي، دوهم ځل دی چې دا ډول پاڼې ډکوي؛ خو دا ځل له کورنیو په زیاتو جزییاتو مالومات غوښتل شوي چې خلک یې اندېښمن کړي دي.

مېرمن روشن ددې موضوع په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره وايي، طالبان په هره پلمه غواړي د خلکو مشخصات ترلاسه کړي او دا کار د دوی د فعالیت زمینه او د مخکیني حکومت د کارکوونکو په هکله مالوماتو ته د دې ډلې لاسرسی زیاتوي.

بامیان یو بل ولایت دی چې پر خلکو یې دا ډول پاڼې وېشل شوې او له هغوی غوښتل شوي د خپلو کورنیو په اړه مالومات پکې ولیکي.

د بامیان ولایت اوسېدونکې زینب وايي چې طالبان یې د پلار هټۍ ته ورغلي او دا پاڼه یې ورکړې ترڅو خپل او د کورنیو مشخصات پکې ولیکي.

هغه زیاته کړه: «موږ تراوسه دا پاڼه نه ده ډکه کړې؛ ځکه نه غواړو دغې ډلې ته زموږ هویت په ډاګه شي.»

د بامیان ولایت اوسېدونکي وايي چې په بامیان کې د دغو پاڼو ډکول جبري دي او هرڅوک یې چې ډکه نه کړي، جریمه کېږي؛ خو طالبانو تراوسه نه ده روښانه کړې چې ددغو پاڼو د نه ډکولو جریمه څه ده؟

له بلې خوا، طالبان وايي، د هغې پاڼې وېشل چې د کورنیو مالومات پکې غوښتل شوي، د استخباراتو د امنیتي ځواکونو له خوا دي او د سیمې د امنیت د خوندیتوب په موخه د اړوندو حوزو له خوا وېشل کېږي.

په بلخ کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند آصف وزیري وايي چې خلک باید اندېښنه ونه لري او دا مالومات د امنیت د خوندیتوب لپاره دي او خلکو ته هېڅ خطر نه لري. نوموړی زیاتوي چې دا مالومات به له استخباراتو سره خوندي وي.

خو د مدني ټولنې فعالین په دې باور دي چې له دې مخکې د هېڅ امنیتي بنسټ له خوا، دا ډول مالومات نه دي غوښتل شوي او د طالبانو دا طریقه ناسمه ده.

دوی وایي چې د ځوانو نجونو او هلکانو د عُمر او کورنیو د ټولو مالوماتو پوښتل د خلکو پر رواني وضعیت منفي اغېز لري او د خلکو او طالبانو ادارې ترمنځ د بې باورۍ لامل کېږي.

دا پاڼې پر بلخ سربېره، د غزني، ننګرهار، هرات او کندهار په شان ولایتونو کې وېشل شوې او له خلکو ځانګړي شخصي مالومات غوښتل شوي دي.