Uncategorized @ps افغانستان

پر ښځو د محدوديت په اړه طالبانو ته د ملګرو ملتونو تازه خبرداری

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سياسي استازولۍ د جمعې په شپه ناوخته په يوه اعلاميه کې خبر ورکړ، چې د راغلي پلاوي څلور ورځنی سفر پایته رسېدلی دی.
اعلاميه کاږي راغلي پلاوي د افغانستان د وضيعت ارزونه کړې، له واکمنو چارواکو سره يې ليدلي او له افغانانو سره د ملګرو ملتونو پر پيوستون يې ټينګار کړی دی.


د ملګرو ملتونو دغه پلاوي په کابل او کندهار له طالب چارواکو سره په ناستو کې د وروستي فرمان په اړه چې په ملي او نړيوالو نادولتي موسسو کې ښځې له کار کولو منع کوي خبرداری ورکړی او ویلی یې دي، چې دا داسې اقدام دی چې له میلیونونه افغانانو سره د مرسته رسوونکو بنسټونو فعالیت ته زیان رسوي.

اعلاميې د پلاوي په حواله ليکلي، چې طالب چارواکو همدارنګه په دې وروستيو کې په ټول افغانستان کې تر امرثاني پورې پوهنتونونو ته د ښځينه زده کونکو پر تلو بنديز ولګاوه، له شپږم ټولګي پورته ښوونځيو نجونې یې له زده کړو منع کړې، د ښځو او نجونو د تګ راتګ ازادي يې محدوده کړه، ښځې يې د کاري ځواک له ډېرو برخو بهر کړې او پارکونو، سپورتي کلپونو او عامه حمامونو ته یې د هغوي پر تلو بندیز لګولی دی.

په اعلامیه کې د ملګرو ملتونو د مرستيالې امنې محمد له قوله ویل شوي: «زما پيغام خورا روښانه و، په داسې حال کې چې موږ ترسره شوي مهم معافيتونه درک کوو، دا محدوديتونه افغان مېرمنو او نجونو ته داسې راتلونکی وړاندې کوي چې دوی په خپلو کورونو کې بندې وي، د دوی حقونه تر پښو لاندې او ټولنه د دوی له خدمتونو بې برخې وي.»

مېرمن امنې همداراز زیاته کړې: «زموږ ټوليزه هيله د يوه داسې سوکاله افغانستان ده چې له ځان او ګاونډیو سره په سوله کې ژوند وکړي، او د دوامداره پرمختګ پر لور روان وي. خو دا مهال، افغانستان د يوه ناوړه بشري ناورين او د ځمکې پر مخ د موسمي بدلون له خورا زيانمنونکو هېوادونو څخه دی، چې ځان منزوي کوي، موږ بايد د دغې تشې د ډکولو لپاره هرڅه ترسره کړو.»

د ملګرو ملتونو د لوړې کچي دغه پلاوي د کابل او کندهار ترڅنګ په هرات کې هم د بشرپاله مامورينو او فعالانو سره ليده کاته کړي دي.

يوناما ددغه پلاوي د يوې بلي ښځينه غړي او د ملګرو ملتونو د ښځو اجرايوي مشرې سيما باهوس له ادرسه ویلي، چې په افغانستان کې د واکمنو له لوري د مېرمنو د منزوي کېدو او رامنځته شوي ناوړه حالت نړيوالي ټولني ته د ویښتیا په مانا دی.

نوموړې زیاتوي: «هغه څه چې په افغانستان کې پېښيږي د ښځو د حقونو يو جدي ناورین او د نړيوالې ټولنې لپاره د ویښتیا غږ دی. دا په ډاګه کوي چې څرنګه د ښځو د حقونو اړوند د څو لسيزو پرمختګونه په څو ورځو کې په چټکۍ سره بل ډول شول. د ملګرو ملتونو د ښځو اداره د ټولو افغان ښځو او نجونو تر څنګ ولاړه ده او د خپلو ټولو حقونو د ترلاسه کولو لپاره به د دوی غږ پورته کولو ته دوام ورکړي.»

څلور ورځي مخکې د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي مرستيالې آمنې محمد، د دغه سازمان د ښځو چارو اجرايوي مشرې سيما باهوش او د سولې ساتنې د عملياتو او په سياسي برخه کې د سرمنشي مرستيال خالد خياري افغانستان ته سفر وکړ.

ملګرو ملتونو سازمان همداراز ویلي، چي د افغانستان ۲۵ ميلیونه وګړي، چې بيړنيو بشري مرستو ته اړتیا لري دلته له خنډ او محدوديت پرته ددغو ادارو فعاليتونه مهم دي، خو چي طالبانو په موسسو کې د مېرمنو پر کار بنديز لګولی ډېری ادارو خپل فعاليتونه درولي دي.

هغه همداراز وایي: «په اغېزمنه توګه د بشردوستانه مرستو رسول د هغو اصولو پر بنسټ اټکل شوي چې د ښځو په ګډون د ټولو مرستندويه کارکوونکو لپاره بشپړ، خوندي او بې خنډه لاسرسي ته اړتيا لري.»

د ملګرو ملتونو دغه پلاوي د خليج او اسيا په کچه د افغانستان په اړه لوړ پوړو چارواکو سره له يو لړ مشورو وروسته افغانستان ته سفر وکړ.

دغه پلاوي د اسلامي همکاريو سازمان (OIC) له مشرتابه، د اسلامي پراختيايي بانک له مشر، په انقره او اسلام اباد کې د افغان مېرمنو له فعالینو او په دوحه کې د افغانستان لپاره د سفيرانو او ځانګړو استازو له ډلې سره هم کتلي دي.

دغه پلاوي د سيمې له حکومتي او ديني مشرانو سره د ښځو د مهم رول او په ټولنه کې د مېرمنو د بشپړ ګډون او د افغان ولس د ملاتړ په ناستو کې د وضعيت د بيړني انعکاس په موخه د ګړنديو هڅو غوښتنه هم کړې ده.

افغانستان او سيمي ته د ملګرو ملتونو د پلاوي ددغه سفر پرمهال د ۲۰۲۳ کال د مارچ په مياشت کې په اسلامي نړۍ کې د ښځو او نجونو په اړه د يوه نړيوال کنفرانس پر وړانديز هم هوکړه شوې ده.

افغانستان ته ددغه پلاوي له راتګ وروسته کابل او کندهار کې طالبانو ویلي له پلاوي څخه يې غوښتي، چې پر طالب مشرانو بندیزونه ليرې او په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان چوکۍ طالبانو ته وسپاري.