افغانستان

د طالبانو او یوه چینايي شرکت ترمنځ له آمو حوزې د تېلو ایستلو تړون لاسلیکېدل

د طالبانو ادارې نن پنجشنبې د افغانستان په شمال کې له آمو حوزې د تېلو ایستلو لپاره له یوه چینایي شرکت سره تړون لاسلیک کړ.

دا تړون د سینکیانګ د منځنس آسیا د تېلو او ګازو له شرکت(CAPEIC)  سره لاسلیک شو او له هغه وخته چې دا ډله په افغانستان کې واک ته رسېدلې د طالبانو او یوه بهرني شرکت ترمنځ لومړنۍ لوي هوکړه لیک دی.

د چینایانو دا اقدام په اصل کې په کابل کې د دغه هېواد د وګړو په وړاندې د داعش د وروستي برید په وړاندې غبرګون و.

په افغانستان کې د چین سفیر وانګ یو په کابل کې په خبري ناسته کې وویل: «د آمو حوزې د  تېلو تړون د چین او افغانستان ترمنځ مهمه پروژه ده.»

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ددې تړون په اړه وايي چې دا پروژه په درېیو شمالي ولایتونو (سرپل، جوزجان او فاریاب) کې ۴۵۰۰ کیلومتره ساحه تر پوښښ لاندې راولي او له دغو سیمې به تېل ایستل کېږي.

د هغه په وینا، له دې برخې د تېلو ورځنی استخراج به د ورځې له زرو ټنو شلو زرو ټنو ته زیات شي.

د دغه چینايي شرکت د تړون له مخې په لومړي کال کې ۱۵۰ میلیون ډالر او په راتلونکو درېیو کلونو کې به ۵۴۰ میلیون ډالر په دغه پروژه کې پانګونه وشي.

د هغه په وینا، په دې پروژه کې د طالبانو ادارې شل سلنه پانګونه کړې او په راتلونکو کلونو کې به ددغې ډلې ونډه تر ۷۵ سلنې زیاته شي.

د طالبانو د کانونو وزیر شهاب الدین دلاور په کابل کې د ناستې پرمهال وویل چې ددې پروژې په مخکیني تړون کې یو لړ تعدیلات راغلي او یو یې دا دی چې درې زره کارکوونکي چې دې پروژې ته اړتیا لري، ټول باید د افغانستان وګړي وي.

د هغه په وینا، بله برخه یې دا ده چې که د تړون موارد تر یوه کال پورې عملي نه شي، قرارداد به په خپله لغوه شي او ددې تړون وخت ۲۵ کاله دی.

د آمو حوزې د تړون مخینه

دا لومړی ځل نه دی چې له یوه بهرني شرکت سره د آمو سیند په حوزه کې د تېلو د ایستلو قرارداد لاسلیکېږي.

د ۱۳۹۱ کال د لړم په میاشت کې په جمهوري حکومت کې د «اس ان بي سي» په نوم یوه چینایي شرکت په دې حوزه کې د تېلو ایستل پيل کړل او ددې تړون پربنسټ، له دغې حوزې د ورځې یو زر او ۹۵۰ بوشکې تېل ایستل کېدل. ددې پروژې تړون د ۱۳۹۰ کال په لړم میاشت کې لاسلیک شوی و.

دغه چینایي شرکت د آمو حوزې د تېلو د ایستلو لپاره یو داوطلبه شرکت و. د تېلو له دغې حوزې د استخراج ۱۵ سلنه امتیاز افغان حکومت ته وړاندیز شوی و چې په داوطلبو شرکتونو کې تر ټولو لوړ وړاندیز و.

د تېر حکومت د کانونو وزارت د شمېرو له مخې د آمو حوزې د تېلو زېرمې کابو ۸۰ میلیون بېرله اټکل شوې دي.

په ۱۳۹۰ کال کې ددغې پروژې د تړون د ترلاسه کولو لپاره په داوطلبۍ کې ۱۲ شرکتونو ګډون کړی و چې له دې جملې سي ان پي سي چینایي شرکت ګټونکی شو.

دا په داسې حال کې دي چې تراوسه د چین په ګډون هېڅ هېواد طالبان د افغانستان د قانوني حکومت په توګه په رسمیت نه دی پېژندلی. خو چین په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له لومړیو ورځو څخه د افغانستان په کانونو کې د پانګونې لپاره لېوالتیا ښودلې وه.

د آمو حوزه څه د پاسه ۵۰ میلیونه وګړي لري او افغانستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان په ګډه د هغې د اوبو له سرچینو ګټه پورته کوي.

دغه سمندري حوزه څه د پاسه ۵۳۰ زره کیلومتر مربع مساحت لري او په کال کې له ۶۷ تر ۷۰ میلیارد متر مکعبه اوبه تولیدوي.