په لغمان ولایت کې ښوونکي نیوکه لري، چې د طالبانو د راتګ څه کم دوه کاله پوره کېږي؛ خو لا یې هم دوی ته هغه حق چې له کلونو راهیسې یې غوښتنه کوي نه دی ورکړی.
دوی وایي کلونه کېږي، چې له دوی سره د کورونو لپاره د ځمکو د ورکړې ژمنه کېږي خو تراوسه نه ده عملي شوې.
ددغه ولایت یو ښوونکی احمد الله وایي، که څه هم دوی هیله من وو چې ستونزو ته به یې پام وشي خو د دې حکومت (طالبانو ادارې) په راتګ سره یې هم غوښتنو ته پام نه کېږي.
هغه وایي، طالبان تر ډېره د خپلو ځانونو په غم کې دي او له ژمنو سره سره یې د ښوونکو ستونزو ته پام نه دی کړی.
نوموړی زیاتوي: «دا زموږ حق دی، معاش مو کم دی، یوه نمره ځمکه حق لرو، خو څوک یې نه راکوي، اوس هم که طالبانو کې واسطه ولرې او څوک وپېژنې کار کېږي او که داسې نه وي هېڅ پام نه راته کېږي.»
یو بل ښوونکی عبدالحق وایي، چې په تېر حکومت کې هم ورسره په ځلونو ژمنې وشوې، خو چا ورته پام ونه کړ او په خبره یې طالبان هم ورسره دوکه کوي او حقونه یې نه ورکوي.
هغه زیاتوي: «ښوونکي د ټولنې هغه پرګنه ده چې له هره اړخه ځپل شوې ده، طالبان په خوله یوه خبره کوي خو عمل کې هېڅ نه وي. موږ هیله لرو چې دوی د دروغو پرځای موږ ته خپل حق راکړي، دا وطن یوازې د طالبانو نه دی، چې یوازې د خپل ځان په ګټه کار کوي.»
دغه ښوونکي وایي، سره له دې چې ځانګړی ښارګوټی ورته ټاکل شوی، خو بیا هم هغوی ته د ځمکو د وېش لړۍ نه پیلېږي او لامل یې هم نه دی مالوم شوی.
اخوا، د لغمان د پوهنې ریاست لپاره د طالبانو رییس شاه جهان ساجد هم دا ستونزه مني او ډاډ ورکوي، چې ښوونکو ته به پام کوي او حقوق به یې ورکوي.
نوموړی وایي، دوی ته د کور جوړولو لپاره د ځمکو د ورکړې مسله یې له لوړپوړو طالب چارواکو سره شریکه کړې او تمه لري، چې په نږدې راتلونکي کې عملي اقدام وشي.
مولوي ساجد زیاتوي: «د ښوونکو د نمرو د وېش د ځنډېدو ستونزه مې له ولایت او مرکزي چارواکو سره شریکه کړې او هڅه کوم ځواب ترلاسه کړم ځکه ښوونکي مستحق دي او حقوق یې پر وخت ورته ورسوو.»
د یادولو وړ ده، چې له کلونو راهیسې ښوونکي له بېلابېلو نظامونو د کورونو لپاره د ځمکو د ورکړې غوښتنه کوي خو تراوسه د دوی دا غوښتنه نه ده اورېدل شوې.
عام خلک وایي، اوس هم په هر ولایت کې د طالب چارواکو له لوري د دولتي ځمکو د غصب لړۍ په چټکۍ روانه ده خو لا هم دوی د ښوونکو حق ته پام نه کوي.
دوی زیاتوي، که وضعیت همداسې دوام وکړي ښايي ډېری ښوونکي خپلې دندې له دې امله پرېږدې چې ورته پام نه کېږي او په دغو لږو امکاناتو د کورنۍ اړتیاوې نه شي برابرولای.