د هېواد په سويل کې زابل ولايت چې اوسېدونکي یې تر ډېره وزګاره او بې وزله دي د ژمي په رارسېدو سره د ستونزو له زیاتوالي شکایت لري.
د زابل د مرکز کلات اوسېدونکي وايې چې د نوي حکومت (طالبانو ادارې) په راتګ سره یې برېښنا کمه شوې ده چې له امله يې دوی له ګڼو ستونزو سره مخ دی.
ددې ښار یو اوسېدونکی چې چاپخونه لري وايې چې د دولتي برېښنا د نه شتون له امله یې کارونه په ټپه درېدلي او اوس د بديل په لټه دی
د ذبيح الله په نوم دغه کس وايي چې دولتي برېښنا مخکې دوامداره وه او د دوی ټولې چارې منظمې روانې وي، خو په ورستيو کې د برېښنا دوامداره پرچاوۍ یې کارونه په ټپه درولي دي.
هغه زیاتوی: «د دولتي برېښنا نشتوالي نه یوازې هټۍ وال بلکې عام وګړي له ګڼو ستونزو سره مخ کړي، موږ اوس د برېښنا د بديل په لټه يو او غواړو يوه دوامداره برېښنا د ځان لپاره برابره کړو خو د دې ولایت ګڼ شمېر اوسېدونکي بیا ددې کار وس نه لري.»
د کلات ښار يو بل اوسېدونکي خير الله حميد زوی له حکومت (طالبانو ادارې) غواړې د ډيزلي برېښنا بديل ورته پيدا کړي او ښاريانو ته یې په ټيټه بيه ورسوي.
نوموړی زیاتوی: «موږ دومره وس نه لرو چې له لمریزې او پټرولي برېښنا کار واخلو دولت د (طالبانو اداره) دې د ډيزلي برېښنا يو مناسب بديل پيدا کړي تر څو خلکو ته په ټيټه بيه دوامداره برېښنا ورسوي.»
له بلې خوا، د زابل لپاره د طالبانو د برېښنا آمر وایي چې د مخکینیو باقي داریو له امله برېښنا محدوده شوې ده.
مولوي شفيق وايي چې په وروستيو کې د ډيزلو د بيې لوړېدل او د شرکت مخکيني باقي داري د دې لامل شوې چې د برېښنا پرچاوۍ زیاتې شي.
د طالبانو د برېښنا آمر وايي هڅه کوي چې د کلات ښار لپاره د ډيزلي برېښنا بديل پيدا او دوامداره برېښنا ورکړو.
د زابل اوسېدونکي په داسي حال کې د برېښنا له نشتوالي شکایت لري چې لا هم ددې ولایت په ګڼو سیمو کې خلک له لاټین او شیطان څراغ څخه ګټه اخلي.