افغانستان

د افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدنې لپاره شهباز شریف ته د بښنې نړیوال سازمان لیک

د بښنې د نړیوال سازمان سرمنشي اګنس کالامار، جمعه د لیندۍ په ۲۵مه د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ته په یوه پرانیستي لیک کې لیکلي د افغان کډوالو د وضعیت په هکله چې واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته پاکستان ته کډوال شوي، اندېښنه څرګنده کړې او د افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدنې غوښتونکی شوی دی.

د بښنې د نړیوال سازمان د سرمنشي په لیک کې راغلي چې پاکستان له کډوالو د ملاتړ لپاره ملي قوانین نه لري او دا هېواد د پناه غوښتونکو وضعیت د ټاکلو لپاره هېڅ ځانګړې رویه نه لري.

د بښنې د نړیوال سازمان د سرمنشي په لیک کې راغلي چې له قانوني اسنادو پرته افغانان تر ډېره نه شي کولای کورونو ته لاسرسی ولري، ځکه د کورونو خاوندان نه شي قانع کولای چې دوی ته خپل کورونه په کرایه ورکړي.

د لیک په دوام کې ویل شوي چې افغان کډوال نه شي کولای بانکي حساب پرانیزي یا له خپلوانو څخه پیسې ترلاسه کړي. دوی همداراز د پېژندنې اسنادو نه لرلو او هغو سیاستونو له امله چې بهرنیان د کورنیو چارو وزارت له تایید پرته د سیم کارت له اخیستو منع کوي، نه شي کولای چې ټلیفون سیمکارت ترلاسه کړيږ

د بښنې د نړیوال سازمان عمومي منشي په لیک کې لیکلي چې په پاکستان کې افغان کډوال له توپيري چلند ژبنیو خنډونو سره مخ دي. سربېره پر دې، له قانوني اسنادو پرته ټول افغانان، د پاکستان د بهرنیو وګړو قانون تر سیوري لاندې تل د نیولو له خطر سره مخ دي.

د بښنې نړیوال سازمان په خپل لیک کې هغو افغانانو ته په اشارې سره چې په وېزو پاکستان ته ورغلي زیاته کړې چې دوی اړ دي له پاکستانه له وتلو وروسته خپلې وېزې بیا تمدید کړي چې دا پرېکړه د زیاتو لګښتونو د زغملو ترڅنګ، د افغانانو لپاره چې ډېری یې د بشري حقونو دفاع کوونکي، خبریالان یا دولتي چارواکي دي، خطر رامنځته کوونکې ده.

د بښنې د نړیوال سازمان په لیک کې له پاکستانه غوښتل شوي چې د افغانانو د اقامت قانونمند کېدل او له توپیر پرته خدماتو، د ماشومانو زده کړې او روغتیایي څارنې آسانیتاوې برابرې کړي.

د بښنې نړیوال سازمان همداراز په دې لیک کې ټینګار کړی چې د پاکستان دولت باید د آزادۍ د بیانولو، د راټولېدو او سوله ییزو غونډو لپاره د پناه غوښتونکو له حقونو ساتنه وکړي او د قانوني اسنادو د نه لرلو په پلمه د افان کډوالو نیول ودروي.

د بښنې د نړیوال سازمان سرمنشي اګنس کالامار هم له افغان کډوالو د پاکستان تاریخي ملاتړ ته اشاره کړې او لیکلي یې دي چې هیله منه ده ټول افغان کډوال وکولای شي په عزت په پاکستان کې ژوند وکړي او د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان ته د ایستلو له وېرې خوندي وي.

د بښنې نړیوال سازمان په داسې حال کې دا لیک لیکلی چې په تېرو دوو اونیو کې د پاکستاني پوله ساتو ځواکونو او طالبانو ترمنځ خونړۍ نښتې وشوې چې د دواړو لوریو یو شمېر ځواکونه او عادي وګړي پکې مړه او ټپیان شول.