د مسعود او بهرامشاه څلي چې د غزني د منارونو په توګه یادېږي د افغانستان له ترټولو مشهورو تاریخي ودانیو څخه دي.
دغه څلي د غزني د شمال ختیځ په یو کیلومترۍ کې د غزني د لرغوني ښار او روضه کلي ترمنځ سیمه کې دي.
دا څلي چې بنسټ یې د غزنویانو د عصر د انجینیرۍ په سیستم کې د اته ضلعي د ستوري په څېر جوړ شوی چې د فتحې او بري په نومونو هم یادېږي.
دغه منارونه چې د اته ضلعي په توګه جوړ شوي دي کابو ۲۰۰ متره لوړوالی او ۶۰۰ متره له یو بل څخه واټن لري. د دغو څلیو په جوړولو کې له خښتو کار اخیستل شوی دی.
د څلیو ظاهري شکل
د مسعود او بهرامشاه څلیو په منځ کې د مارپیچ په ډول زینې جوړې شوې چې د څلیو سر ته لار لري.
د دغو منارونو تاریخ کابو ۸۰۰ کلونو ته رسېږي چې د درېیم مسعود پاچا (۱۰۹۹- ۱۱۱۵) او بهرامشاه (۱۱۱۸-۱۱۵۷) په دوره کې د لرغونیو ودانیو په توګه راپاتې شوې دي.
د دغو منارونو جوړښت د اسلامي معمارۍ په هنر کې ځانګړی ځای لري.
د دغو دوو څلیو سطحه په هندسي ډول جوړه شوې او پرمخ یې د قران آیې په تراکوتا موزاییکونو لیکل شوې دي (په یوه خوا یې د خدای (ج) اسماء او پر بله خوا یې د معمارانو نومونه په کوفي خط لیکل شوي دي.)
پر دغو څلیو ګچبري تزینات او کوفي خطونه لیدل کېږي چې په یوولسمه سلیزه کې د غزنویانو د دورې کلتوري، ادبي او هنري مرکز ښکارندویي کوي.
د دغو څلیو د جوړولو موخه څه وه؟
د مسعود او بهرامشاه منارونه په درېیو موخو جوړ شوي دي. لومړی دا چې څلي په جومات کې جوړېږي چې موذن اذان پکې کوي. دویم د پوځي موخې لپاره چې د څار د ځای په توګه کار ترې اخیستل کېږي. منارونه د لویو لارو او کاروانونو د امنیت د تامین لپاره ډېر ارزښت لري. درېیمه دا چې د امپراطورانو او پاچاهانو د ځواک او عظمت د ښکارولو په موخه جوړېدل.
افغانستان کې د څلیو په جوړولو کې درېواړه موخې په پام کې نیول کېږي.
تېرو ۴ لسیزو کې چې افغانستان په بېلابېلو جګړو کې ښکېل و، تاریخي ځایونو او ودانیو ته پاملرنه نه ده شوې او دا د دې لامل ګرځېدلی چې دا لرغوني اثار تخریب شي او د نړېدو له ګواښ سره مخ شي.