افغانستان

د کابل په مرکز کې د چینايي سوداګرو د استوګنې پر هوټل برید

ځانمرګو بریدګرو د دوشنبې ورځې ماسپښین د کابل ښار په مرکز کې پر یوه هوټل برید وکړ.

سرچینو وویل چې د پېښې له ځایه د چاودنو او نښتې غږ اورېدل شوی دی.

سرچینو څرګنده کړه چې په دغه هوټل کې چینایي وګړي مېشت دي.

په ټولنیزو شبکو کې خپاره شوي انځورونه اور او لوګی ښيي چې د هټل د لومړي پوړ له کړکۍ راوځي.

په داسې حال کې چې په دغه هوټل کې د چیني وګړو د راپورونو په اړه هېڅ تاییدي نه ده ترلاسه شوې، خو دا برید د امنیتي اندېښنو له امله د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال شیرمحمد عباس ستانکزي سره کابل کې د چین د سفیر وانګ یو له لیدنې یوازې څو ساعته وروسته کېږي.

ویل کېږي چې د یکشنبې ورځې په ناسته کې وانګ د امنیت د «پیاوړتیا» غوښتنه وکړه.

د فرانسې خبري اژانس د یوه عیني شاهد له قوله راپور ورکړی، چې د کابل ښار له یوه مېلمستون څخه چې چینایي سوداګر پکې مېشت دي د چاودنې او ډزو غږونه اورېدل شوي دي.

دغه برید د روانې میاشتې په لومړیو کې د پاکستان پر استازي عبیدالرحمن نظامي له ډزو وروسته شوی دی.

په ډزو کې نظامي ته کوم زیان ونه‌رسېد خو یو ساتونکی یې ټپي شو. داعش د دغه برید مسوولیت پرغاړه واخیست.